CRI Online

د ايټاليا نندارتون د معاصر او دوديز هنر يوه غونډه ده

cri     (GMT+08:00) 2010-05-07 15:19:53

د شانګهای د نړيوال نندارتون په سي سيمې کې د ايټاليا د نندارتون پراخوالی ٧ زره او ٨ سوه مربع مترو او لوړوالی يې ١٨ مترو ته رسېږي چې پيمانه يې ډېره لويه ده. د ايټاليا په نندارتون کې د دغه هېواد زيات صنعتي ډيزاين ، د ابادۍ پروژې ، کولتوري او هنري نندارې وړاندې چې له عصري او دوديزې لارې نندارچيانو ته د ايټاليا بېلا بېلې لاس ته راوړنې ننداره شوې دي. په چين کې د شانګهای د نړيوال نندارتون د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به موږ سره يو ځای د ايټاليا له نندارتون څخه ليدنې وکړو.

د ايټاليا نندارتون يوه مربع شکله ودانۍ ده چې د سمينټ او ښيښو څخه جوړه شوې ده . دغه ودانۍ په څو برخو ويشل شوی ده. د شانګهای د نړيوال نندارتون د ايټاليا عمومي استازي بنيامينو قوينتېري وويل دوی غواړي په بېلا بېلو جوړښتونو کې نندارچيانو ته يوه ځلانده ايټاليا وښيي.

(اواز ١)

موږ غواړو د ايټاليا بېلا بېلې ځلاندې برخې نندارچيانو ته وړاندې کړو، نو موږ يو لړ رکنونه استعمالوو. لومړی ، د نندارتونونو جوړولو په برخه کې ، نندارچينانو ته به زموږ د ودانۍ له لارې د ايټاليا د لارو کوڅو او چاپيريال په اړه نمونې وښودل شي.

د ايټاليا ودانۍ د دروازې له ننوتلو وروسته يو ښيښه يې تالار ليدل کېږي او پر مخامخ ديوال باندې د برجستې حجارې له لارې يو لوی چيني توری حکاکی شوی چې مانا يې خوشالی ده، بر سېره پر دې ، په بېلا بېلو ژبو د ايټاليا نندارتون نوم او اصلي موضوع يعنې د خلکو ښار او د ايټاليا ډول ژوند هم په دغه ديوال کې ليکل شوی چې له دې لارې د نړيوال نندارتون کوربه هېواد چين ته احترام څرګند کړی او نړۍ ته بلنه ورکړي.

(اواز ٢)

د دروازې له ننوتلو وروسته په جلا جلا توګه د داينامک ايټاليا، د ايټاليا توليدات، ساختمانی بڼې، د ايټاليا ساينس او ټېکنالوژۍ او د ايټاليا په اړه د خاطرو په نامه ٥ نندارتونونه شته. خلک به په وار سره د ايټاليا موټرونو، معاصر هنر، لاسي توليداتو ، د ابادۍ پروژو ، د نوي ساينس او ټېکنالوژۍ او خوراکونو په ګډون بېلا بېلو برخو کې د ښکليو نمونو او اجناسو له ليدو څخه خوند واخلي. مېرمن پانګ چونګ چې د چين د جيانګ سو ولايت له وو شي ښار څخه راغلې ده، خبريال ته وويل (اواز ٣)

زما په اند د دوی هڅې ډېر د ستاينې وړ دي چې د ايټاليا کولتورونه يې نندارچيانو ته وړاندې کړې دي او له دې لارې نندارچيان د ايټاليا ودانۍ له ننوتلو وروسته د دغه هېواد په اړه څه نا څه معلومات تر لاسه کولی شي.

د ايټاليا نندارتون په دوهم پوړ کې په ټاکلي وخت کې يو شمېر لنډ مهالي نندارتونونه تر سره کېږي. نندارچيان کولی شي چې د دغه هېواد د بېلا بېلو سيمو تاريخي او کولتوري ځانګړتياوې او د نړيوال نندارتون د اصلي موضوع يعنې د ښه ښار او ښه ژوند په اړه ځانګړي نندارتونونه وګوري.

که تاسې غواړئ د ايټاليا ډوډۍ وخورئ ، په هم دغه دوهم پوړ کې د کاراواجيو په نامه رسټورانټ يو ښه انتخاب دی. دلته ټول پخوونکي له ايټاليا څخه راغلي دي. د دغه رسټورانټ مسؤل فرنسيسکو فنيلي وويل

(اواز ٤)

زموږ موخه دا ده چې د اکتوبر له ٣١ نېټې مخکې په نړيوال نندارتون کې د کار کولو نه هېرېدونکې سابقه تر لاسه کړو.

د ليدنې له پای مخکې نندارچيان کولی شي چې په لومړۍ پوړ کې د ميلان ښار نندارتون وګورئ. ميلان د ٢٠١٥ کال د نړيوال نندارتون د کوربه ښار په توګه ټاکل شوی او نندارچيان تر هغه مخکې اړوند معلومات تر لاسه کولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای