د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، معيوبينو ته د پاملرنې ورکولو په عمده مضمون د شانګهای نړيوال نندارتون په پارک کې د ژوند لمر نندارتون ځانګړې اوونۍ د مې په لسمه نېټه پيل شوه. د چين د صدر اعظم مرستيال او د دولتي شورا په اړه د معيوبينو کاري کمېټې مشر ښاغلي هو ليانګ يو د دغې اوونۍ د پيل اعلان وکړ.
د شانګهای نړيوال نندارتون په پارک کې د ژوند لمر نندارتون د نړيوال نندارتون د ١٥٩ کلن تاريخ په اوږدو کې د معيوبينو لپاره جوړ شوی لومړی نندارتون دی.
ژباړونکې: سپوږمۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |