د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په چين کې د امريکا لوی سفير جون هونتسمان د مې په څوارلسمه نېټه وويل، د شانګهای نړيوال نندارتون به يو ډېر لوی نړيوال نندارتون وګرځي او د چين حکومت د دغه نندارتون د ترتيب او تياری نيولو لپاره سترې هڅې کړې دي.
نوموړي په همدې ورځ د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې چين ته د وزيرې هيلري کلينټن د هغه سفر په اړه چې ژر رارسېږي، يوه خبري ناسته کې وويل، د شانګهای نړيوال نندارتون يو سل او دوه نوي هېوادونه او ډېر نړيوال سازمانونه جلب کړي دي. په دې هکله د چين حکومت ډېرې هڅې کړې او له امله يې جون هونتسمان خپله مننه څرګنده کړې ده.
نوموړي زياته کړه، د مې تر ديارسمې نېټې پورې د دغه نندارتون د امريکا له ودانۍ څخه د ليدوونکيو شمېر څلور لکو تنو ته رسېدلی او ښايي چې د هرې مياشتې د نندارچيانو شمېر يو مليون تنو ته ورسېږي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |