د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شانګهای نړيوال نندارتون لومړی فورم يعنې د معلوماتي کېدو او ښارونو د پرمختګ په نامه فورم د مې په شپاړسمه نېټه په نينګ بو ښار کې پای ته ورسېد. د چين او بهرنيو هېوادونو مېلمنو د دوه ورځنی فورم په ترڅ کې د معلوماتي کېدو د نويو تخنيکونو په اړه خپلې نظريې او تمرينونه سره شريک کړل.
د شانګهای د ښاروال مرستيال يانګ شيونګ د دغه فورم د پای په مراسمو کې وويل، د معلوماتي تخنيکونو د نوښونو د رامنځته کولو او د ښارونو د ابادولو په بهير کې د دغو تخنيکونو د کارولو له لارې به ښارونه دواملرونکی پرمختګ کولای شي او د وکړيو ژوند به نور زيات ښه شي.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |