CRI Online

د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د اوکراين نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2010-05-17 14:29:27

اوکراين په هغو هېوادونو کې يو دی چې تر نورو لومړی د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د ګډون پريکړه کړېده. د اوکراين له نندارتون څخه د ليدنې له لارې به نړيوالو نندارچيانو ته د ښارونو د پرمختګ تاريخ وړاندی کړي. په چين کې د اوکراين لوی سفير يوري کوستنکو څو ورځې مخکې د سي ار ای راډيو له خبريالانو سره يوه مرکه وکړه او د اوکراين په اړه لنډ مالومات وړاندې کړل.

ښاغلي کوستنکو وويل، چې د اوکراين حکومت د شانګهای نړيوال نندارتون ته په ډېره درنه سترګه ګوري او په دغه نندارتون کې د ګډون له پريکړې نه وروسته يې سمدلاسه د حکومتي علی رتبه چارواکو، د تعميراتي کارپوهانو، هنرمندانو او ساينتسټانو لخوا د چمتوالي يوه کميټه جوړه کړه. د دغو کارپوهانو عمده کار دا دی چې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د اوکراين د نندراتون سرليک وټاکي چې د دوی تر پام او غور لاندې له نيولو وروسته د اوکراين د نندارتون سرليک له لرغونی ښارونو او عصری ښارونو څخه پرمختګ دی. سفير کوستنکو وويل، چې دغه سرليک د شانګهای د نړيوال نندارتون له اصلی موضوع سره برابر دی. ده وويل

رېښتيا دا ده چې هر ښار له يو کوچنی کلی څخه بدلېږي، نو د ښارونو پرمختيايی تاريخ د بشريت د پرمختګ تاريخ هم دی. په دې بهېر کې کسان پخپله لا زيات باور لري. خو په عين وخت کې موږ له زياتو ستونزو ا و مسئلو سره مخامخ دی. نو له دې امله، موږ غواړو د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د ساينس له لارې نندارچيانو ته د دغو ستونزو او مسئلو د حل و فصل په اړه د اوکراين لارې چارې وړاندې کړو.

 

د اوکراين ودانۍ د شانګهای د نړيوال نندارتون د پو دونګ په مرکز کې د اورپايې هېوادونو د دولتي ودانيو په سيمه کې پراته دی او پراخوالی يی پنځه سوه مربع متره دی. سفير کوستنکو وويل، چې دوی د دغه نندارتون د سرليک د لا ښه څرګندولو لپاره ځانګړی پلان جوړ کړ ، څو چې د شيانو، عکسونو او عصری ويډيو تخنيکونو له لارې د اوکراين د پرمختګ تاريخ څرګندېږي.

د اوکراين د نندارتون د لرغونی ښارونو په برخه کې د تريپولي کولتور څرګندېږي چې زرګونه کلن تاريخ لري. ښاغلي کوستنکو وويل،نندارچيان د اوکراين په نندارتون کې له زرګونو کلونو څخه تر اوسه د تريپولي ښارونو د پرمختګ بهېر احساسوی. د نندارتون د ودانۍ په ديوالونو باندې له زرګونو کلونو نه مخکې د تريپولي کسانو لخوا جوړ شوي تصويرونه ليدل کېږي. ښايی چيني نندارچيان له دغو تصويرونو سره اشنا دی، ځکه چې دغه تصويرونه د چين د يانګ شاو د کولتور له تصويرونو سره نژدی دی. د دغو دوو کولتورونو ترمنځ د اړيکيو په اړه څيړنه پايله تر لاسه کړې ده، ښايې چې د نړيوال نندراتون په ترڅ کې به خپره شي.

سفير کوستنکو وويل، چې په نړۍ کې د چاپيريال د ساتنې د نظريې د خپرېدو سره سم، اوکراين په خپل نندارتون کې د بشريت او طبيعت ترمنځ د اړيکيو د همغږۍ په برخه کې خپل کارونه او برياليتوبونه څرګند کړي. ده وويل 

موږ به په دې اړه يو ځانګړی نندارتون تر سره کړو چې نندارچيانو ته د اوکراين مشهور کامينيتس پودولسکي ښار وروپيژنو. که څه هم دغه ښار په دوهمې نړيوالې جګړې کې ويجاړ شوی، خو اوس په دغه ښار کې يو لوی طبيعی باغ شته دی چې په اروپا کې تر ټولو ډېر لوی دی. په دغه باغ کې طبيعی منظرې ډېر په زړه پورې دی.

دغه راز د اوکراين نندارتون به رنګه رنګ کولتوري فعاليتونه تر سره کړي، په تېره بيا د اګست په څليرويشتمه نېټه د اوکراين د ملی ودانۍ په ورځ کې وی. هغه هيله څرګنده کړه چې لا زيات نندارچيان به په دغو فعاليتونو کې ګډون وکړي. د دې ترڅنګ د شانګهای د نړيوال نندارتون د انتظامي کميټې د کارونو د يادونې په وخت کې ښاغلي کوستنکو وويل، 

لومړی، غواړم چې نړيوالو کسانو ته بلنه ورکړم چې د شانګهای له نړيوال نندارتون او د اوکراين له ودانۍ څخه ليدنه کتنه وکړي. باور لرم چې دغه نندارتون به په زړه پورې دی. دوهم، هيله لرم چې د دغه نندارتون په ترڅ کې به ښه هوا او فضا ولري. په پای کې، ټينګ باور لرم چې دغه نندراتون به د اوکراين او چين ترمنځ د کولتوري تګ راتګ د پياوړتيا لپاره ښه زمينه برابره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای