د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د مې ١٩مه نېټه د شانګهای نړيوال نندارتون د الماني نندارتون ورځ وه چې د المان ولسمشر هورست کولير او د شانګهای د ګوندي کمېټې منشي او د شانګهای نړيوال نندارتون د کمېټې مشر يو جنګ شنګ د اړوند فعاليت په مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلي کولير وويل، د شانګهای نړيوال نندارتون جوړونکي کار يو وتلی برياليوب دی او د شانګهاينيانو تاوده احساسات او دوستی د ستاينه وړ دي.د شانګهای نړيوال نندارتون اصلي موضوع چې ښکلی ښار او ښکلی ژونددی،د ټولو انسانانو لپاره يوه کليدي ارزښت لرونکي موضوع ده.
د همغږي ښارونو په عمده مضمون د المان نندارتون چې د نړيوال نندارتون د پارک په B سيمه کې پروت دی او مساحت يې شپږ زره مربع متره دي.
ژباړونکې:ياسمين
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |