سندرې

·لومړی
·دوهم
·درېيم
·څلورم

عکسونه
 
د سندرغاړې چن مينګ ټاټوبی د چين د هه نان ولايت لوه يانګ ښار دی. په ښوونځی کی يې د ماشين تودولو په اړه زده کړی وکړی، خو تر فارغېدو وروسته يې په سندرو ويلو پيل وکړ. هغه په يوازې توګه د چين په جنوب کې شن جن ښار ته ولاړه او د دريو کلونو لپاره يې د يوې رسمی سندرغاړې په توګه کار کاوه.

چن مينګ په ١٩٩٢ کال کې د چين د البوم شرکت د ګوانګ جو له څانګې سره تړون لاسليک کړ او په همدی کال کې يې خپل لومړی البوم خپور کړ چې تود هر کلی يې تر لاسه کړی . په دې توګه چن مينګ په چين کې مشهور شوه او د سندرغاړيو تر منځ يې خپل مقام وموند.

ور پسی چن مينګ په پر له پسی توګه دوهم، درېيم او څلورم البومونه خپاره کړل چې د مينه والو لخوا وستايل شول.

چن مينګ اوس يوه مور ده چې له نيکمرغۍ څخه ډک ژوند لري.