د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلينټن د مې په ٢٢مه نېټه د شانګهای نړيوال نندارتون له پارک څخه ليدنه وکړه. هيلري کلينټن وويل، دغه پارک ډېرې ژورې خاطرې په زړونو پريښې دي.
نوموړې لومړی د امريکا ودانۍ ته سفر وکړ. دې له چيني او امريکايي ځوانو استازيو سره خبرې اترې وکړې او و يې ويل، په دغه نندارتون کې له هغو تازه او تکړو ځوانانو سره کتل چې په عين وخت کې چيني او انګريزي ژبې ويلی شي، يوه خوشالتيا ده. د شانګهای ښاروال هان جېنګ د چين په ودانۍ کې د هيلري کلينټن هرکلی وکړ او ورسره يې له دغې ودانۍ څخه ليدنه وکړه.
هيلري کلينټن د روانې مياشتې د ٢١مې نېټې په شپه شانګهای ښار ته ورسېده.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |