CRI Online

د مې په ٢٢مه نېټه د شانګهای نړيوال نندارتون له پارک څخه د ليدوونکيو شمېر ډېر زيات شو

cri     (GMT+08:00) 2010-05-23 20:06:22

 د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې د ٢٢مې نېټې له غرمې وروسته تر ٧ بجو پورې د شانګهای نړيوال نندارتون له پارک څخه د همدې ورځې د ليدوونکيو شمېر له ٣٥٧ زرو تنو څخه اوښتی چې دغه شمېر د مې په لومړۍ نېټه د دغه پارک له پرانيستلو راهيسې تر ټولو زيات دی.

که څه هم په همدې ورځ باران واورېد، خو هوا دومره توده يا سړه نه وه چې د سيلانيانو لپاره ډېره مناسبه وه. بر سېره پردې، د دغه نندارتون اړوندو خواوو هم د ډېرو ودانيو پر وړاندې سيلانيانو ته ځپرى برابر کړل.

تر اوسه پورې دغه پارک نژدی څلور مليونه اووه لکه او دېرش زره تنه سيلانيان منلي دي.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای