CRI Online

چيني نندارچيانو ته د کرواتيا غوره کولتوري ننداره وښودل شوه.

cri     (GMT+08:00) 2010-05-24 19:33:32

په دې نسبت چې د می پنځلسمه نېټه د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د کرواتيا د نندارتون له ورځې سره برابره وه ، د نړيوال نندارتون په مرکز کې درانده مراسم پر ځاي او چيني نندارچيانو ته د دغه هېواد يو لړ کولتوري فعاليتونه وښودل شول .

ټولو ته معلومه ده چې کرواتيا د اروپا په جنوب منځنی کې پرته ده او له مجارستان، بوسنيا هرزيګوينا او سلاونيا سره ګډې پولې لري. په وروستيو کلونو کې کرواتيا تل د کولتوري او تاريخي ميراثونو د ساتنې لپاره کوښښ کړی دی چې په دغه هېواد کې په نړيواله کچه زيات تاريخي او کولتوري ځايونه خواره واره دي. نو د کرواتيا ولسمشر ايو جوسپيويک په دغو مراسمو کې په وياړ سره وويل، 

ډېر وياړو چې د کولتوري ميراثونو د ساتنې په برخه کې مو ښه کارونه ترسره کړي دي . د بېلګې په توګه، د دوبرونيک په ګډون ښارونه د نړۍ د کولتوري ميراثونو په ليست کې شامل شوي دي چې په دې توګه زموږ په غاړه دوه ګونه دندې لرو. له يوې خوا، موږ بايد په مناسب ډول له ښاري شتمنيو څخه ښه استفاده وکړو. له بلې خوا، موږ بايد تر وسي پورې د ښارونو سرچينې وساتو. نو د زياتو کلونو راپدې خوا زموږ د کارپوهانو لپاره دا مهم موضوعات ګڼل کېږي چې کولتوري ميراثونه څنګه ښه وساتل شی ، په ښارونو کې تاريخي اثار ښه اداره وشی او دغه کولتوري ميراثونه د پر له پسی پرمختګ ستراتيژي د بنسټ رول ولوبول شی .

له دې امله چې د کرواتيا حکومت د خپل هېواد د تاريخ او کولتور د ساتلو په برخه کې زياتې هڅې کړې ، نو د ادرياتيک سمندر په غاړه دغه کوچنی هېواد کې په زړه پورې طبيعی منظرې او له ځانګړيو احساساتو او عواطفو څخه ډکې وړوکي ښارګوټي د بېلا بېلو هېوادونو سيلانيان راجلبوي. دا هم د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د کرواتيا د نندارتون غوره والی بلل کېږي. پيغلو شيو او وانګ چې د کرواتيا نندارتون يې تازه وليد ، وويل، 

کله چې د کرواتيا د نندارتون په دواړو خواوو د

يوالونو باندې د دغه هېواد د ورپيژندنې ويډيويي فلم ګورم،دا احساسوم چې لکه د کرواتيا په لاروکوڅو کې چکر وهم . په تېره بيا سمندري منظرې ډېرې ښکلې دي او د کرواتيا کې سمندري کرښې ډېرې اوږدې دي . ډېر ليوال يم چې دغه هېواد ته سفر وکړم.

د تاريخي او کولتوري ميراثونو پر نندارې سر بېره، د کرواتيا د لادو په نامه د ملي سندرو او نڅاوو ډلې هم په همد ورځ په زړه پورې نندارې وکړې . 

دغه ډله په ١٩٤٩ کال کې تاسيس شوه او څو څو ځله يې په چين کې نندارې کړې دي. د می په څوارلسمه نېټه همدغې ډلې د نړيوال نندارتون په اروپايی ډګر کې يوه دلچسپه ننداره وکړه. د ډلې مشرې ايوانا لوسيچ وويل،

د لادو ډله ننداچيانو ته د کرواتيا بېلا بېلې دوديزې سندرې او نڅاوې چمتو کړې دي. د بېلګې په توګه، د کرواتيا د شمالي سيمې نڅا، د سلاونيا په سيمه کې د کوروناتيون نڅا، د ادرياتيک سمندر په غاړه د سپليت سيمې دوديزه نڅا، د کرواتيا په جنوب د دوبرونيک ښار سندره او نڅا او داسی نور.

بر سېره پردې، د کرواتيا د پيانو مشهور غږونکي ماکسم مرويکا هم د پنځلسمې نېټې په شپه د نړيوال نندارتون په مرکز کې يوه ننداره وکړه. د کرواتيان رپسودي په نامه د ده لخوا غږول شوي زياتې موسيقۍ د چيني مينه والو لخوا هر کلی وشو . باور دی چې دا د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د چيني نندارچيانو لپاره يوه بله غوره او په زړه پورې کولتوري مېلمستيا وه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای