د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ترکيې د ولسي جرګې د کورنيو چارو کميټې مشر تيوفيک زيايدين اکبولوت د مې په پنځه وېشتمه نېټه په شانګهاې کې وويل،په دغه ښار کې نړيوال نندارتون به د ترکيې او چين،د دواړو هېوادونو د وګړيو تر منځ تبادلې او همکاري پياوړي کړي.
هغه په همدې ورځې د CRI په يوه ځانګړې مرکه کې وويل،په نندارتون کې د ترکيې تالار د ترکيانو له ځيرکونو څخه ډک دی.د نندارتون له پيل کېدو راهيسې،هره ورځ دېرش،څلوېښت زره سيلانيان د ترکيې تالار ته سفر کوي.د دغه هېواد زياتو شيانو پر چينايانو باندې ژورې اغېزې اچولې چې له ترکيې سره د چينايانو د پېژندنې د زياتېدو لپاره ګټور دي.
ښاغلي اکبولوت وويل،د شانګهاې نړيوال نندارتون د دواړو هېوادونو تر منځ د اړېکو د نور هم نژدېوالي لپاره ارزښتناک فرصت دی.هغه پر دې باور لري چې د دواړو خواوو اړېکې به د دواړو حکومتونو،پارلمانونو او وګړيو د ګډو کوښښونو په رڼا يو نوی مرحلې ته ورسيږي چې د دواړو هېوادونو د راتلونکي پرمختګ لپاره ګټور دی.
ژباړونکې:شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |