د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د امريکا د مشرانو مجلس د ډيموکراټيکو چارو کميټې د مې په ٢٥مه نېټه د شانګهای نړيوال نندارتون ته د مبارکی ويلو پريکړه ليک تصويب کړ.
په نوموړی پريکړه ليک کې ويل شوی چې د شانګهای نړيوال نندارتون د تيرو دورو نړيوالو نندارتونونو په پرتله تر ټولو لويه پيمانه لری او د لومړی ځل لپاره په چين کې تر سره کيږي چې بېلا بېلو هېوادونو ته په تيرو دېرشو کالونو کې د چين لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو د خوښولو لپاره فرصت فرصت او زمينه برابر شوی ده. شانګهای له حياتي قوې څخه ډک او د چين د سوداګرۍ او پولي چارو مرکز دی.د امريکا ملی کانګرس د شانګهای نړيوال نندارتون د تر سره کيدو په اړه چينايانو ته مبارکی وائی او د هغه د کاميابۍ غواړی.
ژباړونکې: ياسمين
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |