CRI Online

د مينا په نامه د خيمو له ښارګوتې څخه اسلامي کولتور څرګندېږي.

cri     (GMT+08:00) 2010-06-01 15:35:34

هر کال د حج د عريضې د ادا کولو لپاره مکې معظمې ته تګ د مسلمانانو تر ټولو مهم مذهبي فعاليت دی . له مکې څخه په اوه کيلومترۍ کې د مينا په نام د خيمو يو ښارګوټی پروت دی چې د حج د ادا کولو په موده کې درې مليونه تنه مسلمانان پکې ميشت دي . د شانګهاي په نړيوال نندارتون کې د سعودي عربستان په نندارتون کې د خيمو ښارګوټي موډل هم ليدل کېږي چې د حجيانو د هستوګنې ستونزو د لېرې کولو په هکله مالومات نندارچيانو ته معرفی کېږي . د نندارتون مشر محمدغمدي په وينا د سعودي عربستان په نندارتون کې اتلس غټې خيمې پرتې دي . پنځلس کاله دمخه د سعودي عربستان حکومت د لسګونو ميلياردو ډالرو په لګولو سره په مينا کې د خيمو ښارګوټی جوړ کړ څو چې د حجيانو لپاره د هستوګنې ارام چاپېريال برابر شی چې يوازې درې ورځې پکې اوسېږي.

 هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د حج ادا کولو لپاره مکې ته ځي چې دغه وخت د کال وروستنی مياشت ده . مينا له مکې څخه اوه کيلومتره او له عرفات ښار څخه يوويشت کيلومتره واټن لری او حجيان عمومأ مکې ته ځي او بيا مينا او عرفات او په پاي کې بيرته مينا ته راځي. هر کال دلته درې مليونه تنه حجيان راغونډيږي ، نو زموږ لپاره ډېر لوی چلينج دا دی چې خيمې د اوسېدو په ښار بدل شی چې د مينا د خيمو ښارګوټی په نړۍ کې لومړی لوی داسې ښارګوټی دی .

د مينا ښارګوټی په دره کې واقع دی او پراخوالی يوازی څلور مربع کيلومتره دی . نندارچيان چې په نندارتون کې يې خيمې وليدلې ، ډېر حيران دي او بې له اختياره يې دا پوښتنه لری چې په دغه ډول ښارګوټي کې د هستوګني امنيت ډاډمن دی که نه ؟ محمد غمدي وويل ان سل کاله مخکې حجيانو له ځانه سره پومبه يي خيمه وړه چې کله کله د اور لګېدلو پيښې پېدا کيدې . خو اوس حکومت يو لک خيمې چې د اور پر ضد دي ، درولي دي .

 پنځلس کاله مخکې خيمه د تيفلون او يو ډول فايبرو لخوا جوړ شو چې بيه يې ډېره ګرانه ده او د استعمال موده پنځوسو کالو ته رسيږي چې د اور او باد پر ضد قابليت لری . په خيمه کې ايرکانديشن درول شوی دی ، د پنځلسو کلونو راهيسې د اور لګېدو هيڅ پېښه نه ده رامنځته شوې .

د ښاغلي غميدي په قول په مينا کې د يو مليون مکعب مترو په اندازه د اوبو يو لوی حوض جوړ شو چې دغه مصنوعی ډنډ په نړۍ کې لومړی لوی مصنوعی حوض دی او د دريو مليونو حجيانو د څښاک اړتياوې پوره کېږي . دغه راز تر ځمکې لاندي يو لوی ډيران هم شته او شپيته زره تنه پاکوونکي د مينا په ښارګوټي کې د کثافاتو د نقلولو دنده په غاړه لری . سربيره پردې په مينا کې د ترافيک ، برېښنا ، د اور وژنې او درملنې په هکله بشپړ تجهيزات او سازمانونه موجود دي .

 د خيمو ښارګوټي کې د رغونی شوی پل موډل چې جمارت نومېږي ، زيات نندارچيان راجلبوي چې دغه پل د مکې لوي جومات ته د رسېدو يوازنی لاره ده او پر شيطان باندی د ډبرو غورځولو مراسم په دغه پل ترسره کېږي .

د ښاغلي غميدي په وينا د حج ادا کولو په موده کې هر ساعت پنځه لکه تنه له دې پله تېرېږي ، خو زوړ پل د دومره زياتو کسانو د تيرېدو توان نه درلود او ناوړه پېښه کله کله پېښېده . نوی پل پنځه پوړونه لری او د ننوتلو يوولس او د وتلو دوولس لارې شته دي چې د کسانو د تېريدو ستونزې حل شوېدي .

د لا زياتو حجيانو د هستوګنې ستونزو د لېرې کولو لپاره د سعودي عربستان حکومت فکر کوي چې د غره په لمن دايمي ودانۍ جوړې کړي . برسيره پردې د چين په همکارۍ د چټک اورګاډي اوسپنيزه لاره د جوړېدو په حال کې ده .

موږ د غره په لمن د هستوګنځيو په جوړولو بوخت يو او يو شمير ازمويښتي جګې ودانۍ بشړې شوې دي . دغه راز موږ هيله لرو چې د ترافيکي مشکلاتو د لېرې کولو او د ککړو توکيو د کمولو لپاره پاکې انرژۍ وکاروو . چين په دې هڅه کې دی چې د پنځه مليونو حجيانو د ليږلو راليږلو لپاره به د چټک اورګاډی يوه لاره د روان کال په موده کې جوړه او په راتلونکيو دريو کلونو کې به نور څلور لارې هم بشپړې کړي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای