سندرې

·لومړی
·دوهم
·درېيم
·څلورم

عکسونه
 
جنګ جون د ١٩٦٧کال د نومبر په شپږمه نېټه د چين د شان شي ولايت په شي ان ښار کې وزېږېده . کله چې هغه اوه کلن و، پلار يې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې او تر دې وروسته هغه له مور او ورور سره يو ځای ژوند کاوه. د دغې پېښې په تېرېدو سره د جنګ جون په ځانګړتيا کې ټينګ هوډ پيدا شو او پخپل ژوند توان يې پياوړی شو.

جنګ جون په ١٩٨٧ کال کې د هانګ جو د اليکترونيکی چارو په پوهنتون کې شامل شو او د څلور کلنې زده کړې په ترڅ کې يې له موسيقی سره ژوره مينه پيدا کړی او د ګيتار وهلو زده کړه هم وکړه. ور پسی هغه په پوهنتون کې د موسيقی يوه ډله جوړ کړه او کله کله يې نندارې کولی چې د زده کوونکيو لخوا يې تود هر کلی کېده. تر لږ مودې وروسته جنګ جون د سندرو په جوړولو پيل وکړ.

په ١٩٩٢ کال کې جنګ جون د بېجينګ د هونګ شينګ په نامه له موسيقی شرکت سره تړون لاسليک کړ او په رسمی توګه په خپلو کارونو يې پيل وکړ. د ١٩٩٤ کال په جون کې هغه لومړی البوم خپور کړ چې د موسيقی مينه والو لخوا ډېر وستايل شو. نن ورځ په دغه البوم کې څو مشهورې سندرې لا هم ډېرې مشهورې دي. تر اوسه پوری جنګ جون شپږ البومونه خپاره کړی چې هر يو يې د مينه والو لخوا ډېر ستايل کېږی. د چينايانو په اند، جنګ جون په چين کې د راک موسيقی په برخه کې مهم مقام لري.