CRI Online

د شانګهای د نړيوال نندارتون په مرکز کې کوچني خبريالان

cri     (GMT+08:00) 2010-06-07 18:45:48

نجلۍ يو شي ياو چې سن يې دوولس کاله دي، د لومړنی ښوونځي د شپږم ټولګی يوه زده کوونکې ده. هغه د شانګهای د کوچني خاوند په نامه د يوې ورځپاڼې د يوې خبريالې په حيث چې خاصه د ماشومانو لپاره چاپېږي ، د شانګهای له نړيوال نندارتون څخه ليدنه وکړه. يو شي ياو د ښوونکو په مشرۍ له نورو څو ټولګېوالو سره يو ځای د نړيوال نندارتون په مرکز کې په انګليسی ژبه له بهرنيو سيلانيانو سره مرکې وکړې. دوی غواړي د نړيوال نندارتون په اړه يوه ځانګړې ګڼه چاپه کړي چې د بېلا بېلو ځايونو ماشومان د نړيوال نندراتون په هکله لازيات معلومات تر لاسه کړي . نو په نننۍ کړۍ کې به د يو شي ياو په ګډون د يو شمېر کوچنيانو خبريالانو مالومات وړاندې کړم. 

ګرانو اوريدونکو، دغه اواز چې تاسی واوريد، د بلژيک په نندارتون کې له بهرنيو سيلانيانو سره د يو شي ياو د مرکې اواز دی. يو شي ياو د دغه هېواد په اړه د بهرنيو سيلانيانو نظريو ته پاملرنه وکړه. يو شي ياو وويل، چې هغې د دغې ورځپاڼې لپاره د دريو کلونو خدمتونه کړي دي، خو په زياتره وخت کې يې په خپله مورنې ژبه مرکه وکړه. په انګلسۍ ژبه د اوسنيو مرکو لپاره يې له ملګرو سره د ښوونکو تر مرستې لاندې د راپورتاژ مشخص پلان چمتو کړی او زياتې روزنې يې کړې دي. يو شي ياو چې د دغې ورځپاڼې د شانګهاي د لويديځې سيمې د مرکز مشره ده ، دا نظر لری چې دغه راپورتاژ ډېر ارزښتناک دی. دې وويل

د ورځپاڼې لخوا جوړ شوی مطبوعاتی ښوونځی ددې لپاره چې په ځانګړی توګه زموږ د راپورتاژ توان لوړ کړي ، له مشهورو وګړيو سره د مرکو او د مهمو فعاليتونو په باره کې د راپورتاژ دندې موږ ته ترتيبوي . اوس موږ د شانګهای په نړيوال نندراتون کې په ځانګړی توګه په چيني او انګليسي ژبه مصاحبې کوو ، خو پخوا مو يوازی په مورنې ژبه مرکې کړې وې. مخکې به د مرکې موضوع وټاکو او د دې سره سم به له بهرنيو سيلانيانو سره مرکې وکړو څو چې بېلا بېل چاپيريال سره مناسب شو او پخپله د خپلو دندو د ترسره کولو توان لوړ کړو.

ښاغلي سام لين چې يو کال مخکې له لندن څخه شانګهای ته راغلی، د کوچني خاوند په نامه د ورځپاڼې داوطلب ښوونکی دی. ده وويل، چې دوه مياشتې مخکې دوی د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د سيلانيانو سره د مصاحبو لپاره په تياريانۍ پيل وکړ. نه يوازی د ژبنې کچې د لوړولو ، بلکې د خبرونو د ليکلو په برخه کې د ماشومانو د توان د غښتليتوب لپاره يې روزنې کړې دي. بر سېره پردې، هغه د دغه نندارتون د اصلی موضوع سره سم، د ښاري چارو د پرمختګ په اړه د يو لړ پوښتنو او د پاملرنې وړ ټکو د ټاکلو په برخو کې له ماشومانو سره مرسته وکړه. ده وويل

دا په نړيوال نندراتون کې زموږ لومړنی مرکه ده. عمده موخه مو دا ده چې په انګلسي ژبه لا زياتې مرکې وکړو. البته، هر کوچني خبريال د خپلې مرکې اصلی موضوع ټاکلې ده. مثلا ځينې يې د چاپېريال د ککړتيا ، ځينې يې د اوبو سرچينې د ساتنې موضوع او نور ځينې يې د بېلا بېلو هېوادونو د نندارتونونو ساختماني بڼو ته پاملرنه کوي. دغه موضوعات د شانګهای د نړيوال نندارتون له اصلي موضوع سره نژدې اړيکې لري.

ښايی چې زياتر وګړي له يادې شوي ورځپاڼې سره نااشنا دي . دغه ورځپاڼه د چين د زياتو ښارونو د ماشومانو په منځ کې ډېره مشهوره ده. په دغه ورځپاڼه کې خبرونه ، راپورونه او نورې مقالې د ښوونکو په مټ د هغو ماشومانو لخوا پخپله ليکل ، تنظيم او چاپيږي چې عمرونه يې تر پنځلسو کالو کم دي. د دغې ورځپاڼې د خپرونې له شلو کلونو راپديخوا، زياتو هغو هلکانو او نجونو ته فرصتونه برابر شوی چې غوښتل يې په خبري رسنيو کې کار وکړي. د دې ترڅنګ د راپورتاژ په برخه کې زيات غوره او لوړ استعداد لرونکی خبريالان روزل شوي دي.

لس کلن خبريال تان تيان وويل، چې که څه هم هغه په دغه ورځپاڼه کې تازه ګډون کړې ، خو ډېر خوشحاله دی چې د مرکې له لارې له بېلا بېلو وګړيو سره د نظريو تبادله کوي . هغه هيله لري چې د نړيوال نندارتون د راپورتاژ له لارې لا زيات مالومات تر لاسه کړي. ده وويل

کولی شم چې په دې ځای کې د نړيوال نندارتون په باب لا زيات مالومات تر لاسه کړم او له نورو وګړيو سره مرکې وکړم. زما پوښتنه د جاپاني نندارتون په اړه ده چې له دغه نندارتون څخه د ليدنې له لارې سيلانيان کوم معلومات او پوهنې ترلاسه کولی شي. زه له ازمويښتی فعاليتونو سره ډېره علاقه لرم، ځکه چې په دغو فعاليتونو کې لا زيات مالومات لاسته راوړلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای