د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون شلمه نېټه د پناه وړونکو نړيواله ورځ ده. د شانګهای د نړيوال نندارتون د م م نندارتون په همدې ورځ د اړوندو فعاليتونو د جوړولو له لارې له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د پناه وړونکو ژوند ته پاملرنه وکړي.
د م م د پناه وړونکو چارو ادارې د عکسونو او فلمونو د خپرولو له لارې د نړۍ په بېلا بېلو ښارونو کې د پناه وړونکو په ژوند او کارونو کې ستونزې څرګندې کړې او له خلکو څخه يې غوښتنه وکړه چې په ښارونو کې پناه وړونکو ته پاملرنه وکړي. د مالوماتو له مخې، د ٢٠٠٠ کال په دسمبر کې د م م عمومي اسامبلې پريکړه وکړه چې له ٢٠٠١ کال څخه د هر کال د جون شلمه نېټه د پناه وړونکو د نړيوالې ورځې په توګه وټاکل شي، څو چې خلک به د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې پناه وړونکو ته پاملرنه وکړي.
ژباړونکې غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |