د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د سياينس او تخنيک وزير وان ګانګ د جون په ٢٠ مه نېټه د علمي اختراعاتو او ښاري راتلونکي په عنوان د شانګهای د نړيوال نندارتون په يو فورم کې د ګډون په ترڅ کې وويل ، د دغه نندارتون له مفکورې او عملي کارونو څخه د ښارونو د راتلونکي پرمختګ لوري څرګند شوې ده .
نوموړې وويل ، چين به د علمي او تخنيکي اختراعاتو په برخه کې لازيات کوششونه وکړي او نويو ستراتيژيکو چارو ته به پرمختګ ور کړي چې د خلکو د استوګنې لپاره د هوساينه ښارونو جوړونه پرمخ ولاړ شي.
دغه دوه ورځني فورم د چين د جيانګ سوو ولايت په وو شي ښار کې تر سره شو . د څه باندې لسو هېوادونو اويا تنو حکومتي چارواکيو ، مشهورو کارپوهانو او د نړيوالو سازمانونو استازيو پکې ګډون وکړ.
ژباړونکې: غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |