CRI Online

افريقايان به د نورو هېوادونو له خلکو سره يو ځای د ښه ژوند لپاره کوښښ وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2010-06-22 20:25:46

د جون درېيمه نېټه د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د افريقايې هېوادونو د ټولنې د کميټې افتخاری ورځ وه. د افريقايې هېوادونو ګډ نندارتون د شانګهای د نړيوال نندراتون د اصلي موضوع سره سم نندارچيانو ته يوه واقعی افريقا او د افريقايې هېوادونو د خلکو د ژوند په اړه مالومات وړاندی کړي. که څه هم افريقايان د نيکمرغه ژوند د موندلو په لاره کې لاهم له ننګونو او ستونزو سره مخامخ دی، خو دوی ټينګ هوډ لري چې خپل راتلونکی به لا ښه شي.

د افريقا لويه وچه د زياتو وګړيو لپاره نااشنا ده. خو نندارچيان د افريقايی هېوادونو په ګډ نندارتون کې پيدا کولای شي چې د ګډ نندارتون د لوی تصوير پر شا بېلا بېل افريقايې هېوادونه خپلې ځانګړتياوې لري. د بېلګې په توګه، که څه هم د موريس نندارتون ساده دی، خو د ټاپو له ځانګړتياوو څخه ډک دی چې ګويا ټول نندارتون په سمندر کې وی. نندارچيان د رنګا رنګ ټاپو او دوديزې خونې په نامې د نندارې له دوو ځايونو څخه د تاريخي اثارو د ساتنې او د بېلا بېلو کولتورونو د يو ځايښت لپاره د موريس حکومت کوښښونه احساسوی. بر سېره پردې، د افريقا په ګډ نندارتون کې يوه افريقايې لاره شته ده چې په کې افريقايې توليدات خرڅيږی.

د سينګال د چاپيريال د ساتنې او د صادراتو په اړنه د يو شرکت کارکوونکی سيريګني اليو ديوپ وويل، چې د افريقا په ښارونو کې د خلکو ژوند له نورو هېوادونو سره يو شان دی. نړيوال پولي بحران هم د دوی پر ژوند باندې اغيزه کړې ده. خو دوی ساده ژوند تيروي. ده وويل

سينګال د نورو افريقايی هېوادونو په شان د اقتصادي بحران له اغيزې سره مخامخ دی چې له امله يې په پلازمينه داکار کې د ژوند لګښتونه لوړ شوي دي. خو په عمومي لحاظه موږ ساده ژوند کوو.

ټولو ته معلومه ده چې د تاريخ، ځمکې او چاپيريال د اغيزو له امله د افريقا پرمختګ لا هم له زياتو ستونزو سره مخامخ دی. مثلاُ د اوبو سرچينه او خوراکونه کمښت او داسی نور. خو افريقايان هيڅکله د غوره ښاري ژوند د موندلو له هيلې څخه لاس په سر نه شي. د افريقايې هېوادونو د ټولنې د نندارتون عمومي استازي نادر ميره زموږ د راډيو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې که څه هم د افريقا پرمختګ له يو شمېر ننګونو سره مخامخ دی، خو افريقايان تل د ښه ژوند د موندلو لپاره زيار باسي. ده وويل

پوه شوو چې افريقا د پرمختيايی فرصتونو د پيدا کولو په لاره کې ګام پورته کوي. البته، موږ له زياتو ننګونو سره مخامخ يو. مهمه خبره خو دا ده چې افريقايی هېوادونه بايد پرمختګ وکړي. زموږ خلک بايد له کافی خوراکونو، د ژوند له ښو شرايطو او لا ښې ښوونې څخه برخمن شي.

په تېرو څو کلونو کې افريقايانو د مناسبو پرمختيايی لارو چارو د موندلو لپاره کوښښ کړی دی. د زياتو افريقايانو په اند، د چين پرمختګ د افريقا نمونه ده. د کوته ديوا زده کوونکي ګرافوت امورو چې په چين کې زده کړه کوي، وويل،

هيله لرم چې زموږ هېواد له چين او چينايانو څخه د چټک پرمختګ تجربې زده کړه وکړي چې چين يوه ښه نمونه ده. زما په اند، موږ په رښتيا پېسو ته اړتيا لرو، خو موږ د چين د پرمختيايی نظريو او تجربو ته لا ډېره اړتيا لرو.

ځکه چې د افريقايې هېوادونو پرمختيايې سويې بېلا بېلې دي، نو د افريقا د بېلا بېلو هېوادونو د حکومتونو او خلکو پر کوښښونو سر بېره، د نړيوالې ټولنې مرسته هم لازمه ده. په تېره بيا، د افريقايې هېوادونو د ټولنې رول بايد پياوړې شي. زياتره افريقايان د خلکو د ژوند د ښه کېدو او د ژوند د سويې د لوړېدو په برخه کې په دغې ټولنې زياته هيله لري. ښاغلي ديوپ په دې اړه وويل، 

موږ په دغې ټولنې لوړه تمه لرو، ځکه چې موږ سيمه ييز اقتصادي تګ راتګ او تبادلې ته لا پاملرنه کوو . دغه ټولنه نور زيات کارونه لري، ځکه چې د افريقايې هېوادونو ترمنځ سيمه ييزې همغږۍ ژوره نه ده او موږ يو ګډ بازار نه لرو. دغه ټولنه بايد په دې اړه لا زيات کوښښونه وکړي.

رښتيا دا ده چې د افريقايې هېوادونو ټولنې د يادو شويو مسئلو د حل و فصل لپاره زيار ايستلی دی. ښاغلي ميره وويل، چې که څه هم دغه ټولنه ځوانه ده، خو د دری پنځوسو غړيو هېوادونو د پرمختګ لپاره يې خدمتونه کړي دي. په تېره بيا د سيمه ييزو لانجو د مخنيوي، د غلودانو د عرضې د تامينولو په برخو کې يې د لېدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای