CRI Online

نړيوال به د شانګهای د نړيوال نندارتون له لارې په ناميبيا اشنا شي.

cri     (GMT+08:00) 2010-06-22 20:28:19

 د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. په ٢٠١٠ کال کې د شانګهای نړيوال نندارتون په عادی توګه روان دی. د دری اعشاريه اته ويشتو مربع کيلومترو په پراخوالي مرکز کې د دوه سوه او شپږ څلويښتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو نندارتونونه راغونډ شويدي. دا هم د خپل هېواد د ورپيژندنې په برخه کې ناميبيا ته يوه ښه صحنه ده. چيني او بهرني نندارچيان به د دغه نندارتون له لارې په ناميبيا پوره اشنا شي.

د ناميبيا د نندارتون عمومي استازي اشيک وويل، چې ناميبيا په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره ډېر زيات کوښښ کړی دی او هيله لري چې د شانګهای د نړيوال نندارتون له لارې به نړيوالو ته خپل هېواد معرفی وکړي. ده وويل

پريکړه مو کړې ده چې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې فعال ګډون وکړو، ځکه چې دا د چين او ناميبيا ترمنځ د ژورې دوستۍ يوه نښه ده. په عين وخت کې هيله لرو چې د نړيوال نندارتون له لارې د بشري پرمختګ او ترقۍ او د ننګونو د ليری کولو په برخو کې د چينايانو او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو سره زموږ ترمنځ تفاهم او تګ راتګ پياوړی کړو.

د ناميبيا په نندارتون کې د فيل په شان ډبره، د باوباب په نامه ونې او د لاسی شيانو په ګډون د دغه هېواد ځانګړتياوی ليدل کېږي. د رنګا رنګ ژوند احساسول د ناميبيا يې خلکو د نندارتون اصلی موضوع ده. نندراچيان به په دغه نندارتون کې د ناميبيا د ژوند د دوديزو لارو چارو، په ښارونو کې د لارو او اوسيدونکو سيمو د تنظيمولو او د انسان او طبيعت ترمنځ د همغږۍ په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې د ناميبيايانو ژوند له نژدی وګوري.

ښاغلی شانيکا سام چې د ناميبيا په نندارتون کې يو کارکوونکی دی، په چيني ژبه سيلانيانو ته د ناميبيا يو ډول ځانګړی تعميراتي جوړښت معرفی وکړ. ده وويل

 

دغه ودانۍ د شګو بوجيو له لارې جوړه شوې، نو د تودوالي ساتلو قابليت لري. مثلاُ، په دغه ودانۍ کې په ژمی کې تودوالی لوړ او په دوبی کې هوا دومره توده نه ده. د دې ترڅنګ، د دغې ودانۍ د جوړولو لګښتونه کم دي يا شتمن او يا غريب وګړي د دې ودانۍ د جوړولو توان لري.

شپږ کلونه کېږي چې ښاغلي سام په چين کې زده کړه کړی دی، نو هغه په چيني ژبه خبرې کولی شي. هغه په مسکا د نندارچيانو هر کلی کوي او په جدي توګه د دوی پوښتنو ته ځواب ورکوي.

ښاغلي سونګ چې د شانګهای د ترافيک پوهنتون يو زده کوونکی دی، د ناميبيا له نندارتون څخه د ليدنې وروسته وويل، چې که څه هم زده کوونکی له نورو هېوادونو څخه د ليدنې زيات فرصتونه نه لري، خو دوی د نړيوال نندارتون له لارې د نورو هېوادونو په اړه مالومات تر لاسه کولای شي. ده وويل،

ډېر خوشحاله يم چې په نړيوال نندارتون کې د کولتورونو او دودونو په ګډون د بېلا بېلو هېوادونو مالومات تر لاسه کوم او خپله د نظر ساحه پراخه او خلاصه شوې ده. د بېلګې په توګه زما په خاطره، د افريقايې هېوادونو د اقتصاد پرمختګ چټک نه دی او د خلکو ژوند بی وزلی دی. خو په دغه نندارتون کې د نوی ډول تعميراتي تخنيک احساسوم، زما په اند، دا به د افريقايانو د ژوند د ښه کېدو لپاره ګټور وي.

ټولو ته معلومه ده چې د شانګهای د نړيوال نندارتون اصلي موضوع دا ده چې ښارونه د ژوند د ښه کېدو لامل دی. پنځلس کاله مخکې شانګهای د ناميبيا له پلازمينې ويندهواک سره د دوستو ښارونو په توګه اړيکې ټينګې کړې دي. نو د ناميبيا د نندارتون مسؤل اشيک وويل،

زما په اند، دغه دواړه ښارونه بايد په زياتو برخو کې يو د بل زده کړه وکړي. شانګهای يو لوی نړيوال ښار دی چې نفوس يې څه نا څه شل مليونه دی. خو د ويندهواک نفوس يوازی دری لکه او پنځوس زره دی. په شانګهای کې غوره او عصری ترافيکي شبکې او بشپړ اطلاعاتي سيسټم جوړ شوی دی. کله چې بيړنی پېښه وشي، کارکوونکی سمدلاسه دغه ځای ته ورسوي. بر سېره پردې، زما په اند، شانګهای او ويندهواک عامه وګړيو ته د خدمت ورکولو په برخه کې يو د بل ښې تجربې تر لاسه کوي. هيله لرم چې موږ به ښه همکاري او ګډ پرمختګ وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای