سندرې

·لومړی
·دوهم
·درېيم
·څلورم

عکسونه
 
سندرغاړی چن شنګ ځواکمن سړی نه دی خو د وګړيو تر منځ ستر شهرت لري. هغه د ١٩٦١ کال د اکتوبر په نهه ويشتمه نېټه د تايوان په جانګ هوا ولسوالۍ کې وزېږېد او په ١٩٨٢ کال کې يې د موسيقې په چارو پيل وکړ.

د چن شنګ سندرې څرګند ځانګړتيا لري او د ده د سندرو په اورېدو سره ډېر کلتوري معلومات احساسېږی. سره له دې چې د ده ډېرې سندرې شل کاله مخکې جوړې شوې، خو له دومرو کلونو راهيسی لا هم زيات اورېدونکی له دغو سندرو سره ډېره مينه لري.

له ١٩٨٢ کال څخه تر اوسه پوری چن شنګ د موسيقی څه نا څه شل سي دي جوړ کړی او د نورو سندرغاړيو لپاره ډېرې سندرې ليکلي . د يادولو وړ خبره دا ده چې د تايوان مشهوره سندرغاړی ليو ژو ينګ د ده يوه وتلی زده کوونکی ده.