CRI Online

نړيوال نندارتون ته د سفر په نامه د چين او اتريش د خبريالانو ګډې مرکې پای ته ورسېدې.

cri     (GMT+08:00) 2010-06-28 10:46:37

 نړيوال نندراتون ته د سفر په نامه د چين او اتريش د خبريالانو د ګډو مرکو فعاليت چې د چين د نړيوالې راډيو او د اتريش د خبريالانو د کلب لخوا جوړ شو، د جون په دوه ويشتمه نېټه په بريالۍ توګه پای ته ورسېد. د چين د لويديزو سيمو چټک پرمختګ د اتريش خبريالانو په زړه کې ژور اثر کړی دی.

دغه پلاوی د چين د نړيوالې راډيو او د اتريش د خبريالانو د کلب له شپاړسو وګړيو څخه عبارت دی او دغو خبريالانو د دغه فعاليت په ترڅ کې په جلا جلا توګه شانګهای، شاو شينګ، هانګ جو، شي ان او بېجينګ ته سفر وکړ او د شانګهای له نړيوال نندراتون، د شانګهای د تونګ جي په نامه له پوهنتون، د چين له څو مشهورو تصديو او د چين شي هوانګ په نامه د امپراطور په قبر کې د عسکرو او اسونو له مجسمو او لوی ديوال په ګډون له زياتو لرغونی اثارو څخه ليدنه کتنه وکړه. دغه راز هغوی د چين له نړيوالې راډيو، د بېجينګ له تلويزيون او د شانګهای د کولتور او راډيو له شرکتونو څخه ليدنه هم وکړه.

د اتريش د خبريالانو کلب غړيو د يادو شويو سفرونو د برياليتوب په اړه خوښی څرګنده کړه او ويې ويل، چې هغوی د دغه سفر له لارې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کې د ليدو وړ برياليتوبونه احساس کړی دی، په تېره بيا د چين د لويديزو برخو چتک پرمختګ. د اتريش د يو ايالت د پارلمان غړي او د سيمه ييزې تبصرې په نامه د ورځپاڼې ليکوال کاسيک سولفګانګ وويل، 

د پنځو ځلو لپاره چين ته سفرونه می کړي دي او زه هر ځل د چين ستر بدلونونه احساسوم. چين د چټک پرمختګ په لاره کې ګام پورته کوي. دغه راز، چينايان هم مهم رول لوبوي. پخوا د اقتصاد چټک پرمختګ په بېجينګ، شانګهای، هانګانګ او سمندري ښارونو کې په ښکاره توګه ليدل شوی، خو اوس د چين په لويديزو سيمو کې هم په څرګنده توګه د اقتصاد چټک پرمختګ ګورو.

ښاغلي سولفګانګ د هغه ښار د يادونې په وخت کې چې د دغه سفر په ترڅ کې تر ټولو ډېر ژور اثار کړ، وويل،

د ښار د پرمختګ او د نړيوال کېدو له لحظه، زه بايد لومړی شانګهای ياد کړي. بر سېره پردې، شي ان هم زما په زړه کې ژور اثر کړی دی. ځکه چې شي ان لرغونی تاريخ او مدني کولتور لري.

ټولو ته معلومه ده چې په ٢٠١٠ کال کې د شانګهای د نړيوال نندارتون اصلی موضوع دا ده چې ښار د ژوند د لا ښه کېدو لامل دی. نو ښاغلي سولفګانګ د شانګهای د نړيوال نندارتون له مرکز څخه له ليدنې وروسته وويل، چې د چين نندراتون په ښه توګه د دغه اصلي موضوع مانا څرګندوي. هغه له هغو ښارونو سره مينه لري چې په کې لرغونی تاريخ او عصری ابادی په ګډه موجود دی. د ده په اند، په دې برخه کې بېجينګ ښه کار کړی دی، ځکه په بېجينګ کې زيات لرغونی ودانۍ پاتی شوی، د دې ترڅنګ عصری ځانګړتياوی هم موجودی ده.

د اترېش د خبريالانو کلب مشر فريد تورنهيم چې په ٢٠٠٧ کال کې تبت ته د چين او اترېش د خبريالانو د سفر په فعاليت کې ګډون وکړ. د دغو دواړو سفرونو د يادونې په وخت کې وويل،

زما په اند، دغه دواړه سفرونه ډېر په زړه پورې او غوره دی. خو توپيرونه هم شته دی، ځکه چې د دواړو سفرونو په ترڅ کې مو له بېلا بېلو ښارونو څخه ليدنې وکړې. شانګهای زما په زړه کې ژور اثر کړی دی، د ٢٠٠٧ کال راهيسی، په دغه ښار کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. حتی يو شمېر ځايونه پيژندل نه کېږي.

د چيني خوراکونو د يادونې په وخت کې ښاغلي تورنهيم وويل،

البته، د شانګهای له خوراکونو سره ډېره مينه لرم. په بله ژبه له چيني خوراکونو سره زياته علاقه هم لرم.

ښاغلي تورنهيم د دغه سفر په ترڅ کې د چين د اړوندو خواوو د هر کلی او مېلمه پالنې څخه مننه څرګنده کړه او هيله لري چې د چيني خبريالانو پلاوی به په راتلونکي کې اترېش ته سفر وکړي. د اترېش خبريالانو هيله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به د زياتې تبادلې او تګ راتګ له لارې به نړۍ ته د چين په اړه لا زيات معلومات وړاندی کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای