CRI Online

د شانګهای د نړيوال نندارتون د سيلانيانو شمېر له ٢٠ مليونه تنو څخه اوښتې دی

cri     (GMT+08:00) 2010-06-28 15:25:52

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د جون د ٢٨ نېټې تر سهار پورې د چين د ٢٠١٠ کال د شانګهای د نړيوال نندراتون د سيلانيانو شمېر له ٢٠ مليونه تنو څخه اوښتی دی.

د سين هوا اژانس خبرورکړ چې د تېر می له لومړۍ نېټې څخه د شانګهای نړيوال نندارتون له پرانيستلو راهيسې عمده کارونه په ثابت ډول روان دي. د جون تر ٥ نېټې پورې د سيلانيانو شمېر له لس مليونه تنو څخه اوښتی دی. اړوندو خواوو خبرداری ورکړی چې له جولای څخه تر اګست پورې به هوا توده او باران زيات وي چې سيلانان بايد اړوندې تياريانې ونيسي.

د شانګهای د نړيوال نندراتون موده نيم کال دی چې د راتلونکی اکتوبر په ٣١ نېټه به پای ته ورسېږي.

ژباړونکې: ليلا

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای