سندرې

·لومړی
·دوهم
·درېيم
·څلورم

عکسونه
 
سندرغاړی جانګ شاو هان د ١٩٨٢کال د جنوری په نولسمه نېټه په تايوان کې وزېږېدله. کله چې هغه يوه نجلۍ وه، له سندر ويلو سره يې ډېره مينه درلودله. له لومړی ښوونځی څخه تر فارع کېدو وروسته يې له مور سره کانادا ته تللی وه.

د کانادا په منځنی ښوونځی کې د سندر ويلو ډلې شته، جانګ شاو هان په خپلو کوششونو په دغه ډله کې وشامل شوه او د کانادا په لس ګونو سياليو کې يې ګډون کړی. ور پسی اوو لس کلنه جانګ شاو هان په کانادا کې د چينايانو تر منځ په يوه سيالی کې لومړی جايزه تر لاسه کړه.

تر دې وروسته جانګ شاو هان له خپلې مور سره بيرته تايوان ته ستنه شوه او وغوښتل د سندر ويلو په خپلو کارونو پيل وکړ. خو هغې لا هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوی وه. له دې امله چې د دې وزن يوازی څلويښت کيلوګرام دی، نو د تايوان د ساعتيری د ډېرو شرکتونو د مشرانو په اند، هغه ډېره کمزوری ده. خو جانګ شاو هان خپله هيله له لاسه نه ده اخيستی او په خپلو نه ستومانه کېدو زيارونو سره په يو شرکت کې وشامل شوه او په وروستيو کلونو کې خپل پنځه سي دي يې خپاره کړل. اوس هغه يوه مشهوره ستوری ګرځېدلی او د ډېرو کسانو لخوا هر کلی کېږی.