سندرې

·لومړی
·دوهم
·درېيم
·څلورم

عکسونه
 
چنګ لونګ

معلومه ده چې چنګ لونګ د يو فلمي ستوري په توګه په نړۍ کې ډېر مشهور دی. خو هغه له موسيقی سره هم ډېره مينه لری او د ده لخوا ويل شوې سندرې هم تود هر کلی کېږی.

چنګ لونګ په ١٩٥٤ کال کې په هانکانګ کې زېږېدلی او د ده ټاټوبی د چين د ان هوی ولايت د وو هو ښار دی. کله چې چنګ لونګ يو کوچنی هلک و، هغه له وو شو سره ډېره مينه درلودله او کله کله يې له نورو هلکانو سره جګړې کړی. ور پسی پلار يې هغه د وو شو مشهور ښوونکي يو جان يوان ته وليږه او په دې توګه چنګ لونګ په رسمی توګه د وو شو زده کړه پيل کړ.

د يوولسو کلونو لپاره د وو شو تر زده کړې وروسته چنګ لونګ په کار پيل وکړ. لومړی هغه يوازی د فلمونو په جوړونه کې ځينی کوچنی برخې اخيستلې، خو ورځ په ورځ يې په خپلو زيارونو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړل.

اوس چنګ لونګ په نړۍ کې يو ډېر مشهور ستوری دی او د ده په لارښوونې زيات ځوان فلمي لوبغاړی پرمختګ کوي.