CRI Online

نړيوال نندارتون ته د سفر په نامه د چين او اتريش د خبريالانو ګډې مرکې پای ته ورسېدې.

cri     (GMT+08:00) 2010-07-07 19:21:31

 نړيوال نندراتون ته د سفر په نامه د چين او اتريش د خبريالانو ګډ راپورتاژ چې د چين د نړيوالې راډيو او د اتريش د خبريالانو د کلب لخوا جوړ شو، د جون په دوه ويشتمه نېټه په بريالۍ توګه پای ته ورسېد. د چين د لويديزو سيمو چټک پرمختګ د اتريش خبريالانو په زړونو کې ژور خاطرات بښلي دي.

دغه پلاوی چې د چين د نړيوالې راډيو او د اتريش د خبريالانو د کلب له شپاړسو تنو خبريالانو څخه عبارت دی، په جلا جلا توګه شانګهای، شاو شينګ، هانګ جو، شي ان او بېجينګ ته سفر وکړ او د شانګهای له نړيوال نندراتون، د شانګهای د تونګ جي پوهنتون، د چين له څو مشهورو تصديو او د چين د لومړي امپراطور په قبر کې د کيندل شويو عسکرو او اسونو له مجسمو او لوی ديوال په ګډون له زياتو لرغونی اثارو څخه ليدنه کتنه وکړه. دغه راز هغوی د چين له نړيوالې راډيو، د بېجينګ تلويزيون او د شانګهای د کولتور او راډيو خپرونې له ګروپ او نورو خبري بونټونو څخه ليدنه هم وکړه.

د اتريش د خبريالانو کلب غړيو د يادو شويو سفرونو د برياليتوب په اړه خوښی څرګنده کړه او ويې ويل، چې هغوی د دغه سفر له لارې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کې د ليدو وړ برياليتوبونه له نژدې احساس کړی دی، په تېره بيا د چين د لويديزو برخو چتک پرمختګ. د اتريش د يو ايالتي پارلمان غړي او د سيمه ييزې تبصرې په نامه د ورځپاڼې ليکوال کاسيک سولفګانګ وويل، 

د پنځو ځلو لپاره مې چين ته سفر کړی دی او په سفر کې مې د چين ستر بدلونونه ليدلی دي. ټول چين د چټک پرمختګ په حال کې دی. دغه راز، چينايان هم مهم رول لوبوي. پخوا ښايی د اقتصاد چټک پرمختګ په بېجينګ، شانګهای، هانګانګ او سمندري ښارونو کې ليدل شوی وای، خو اوس د چين په لويديزو سيمو کې هم په څرګنده توګه د اقتصاد چټک پرمختګ تر سترګو کېږي.

ښاغلي سولفګانګ د هغه ښار د يادونې په وخت کې چې د ده سفر په ترڅ کې ډېره ژوره خاطره لري، وويل،

د ښار د پرمختګ او د نړيوال کېدو له لحاظه، لومړی شانګهای ياد وم. بر سېره پردې، شي ان هم زما په زړه کې ژور اثر لري. ځکه چې دغه ښار لرغونی تاريخ او مدني کولتور لري.

ټولو ته معلومه ده چې په ٢٠١٠ کال کې د شانګهای د نړيوال نندارتون اصلی موضوع دا ده چې ښار د ژوند د لا ښه کېدو لامل دی. نو ښاغلي سولفګانګ د شانګهای د نړيوال نندارتون له مرکز څخه له ليدنې وروسته وويل، چې د چين دولتي نندراتون د دغه اصلي موضوع ښه څرګندوي دی. د ده په اند، هغه ښارونه چې د عصری ابادۍ په ترڅ کې يې لرغونې اثار ښه ساتلي دي، د منلو وړ دي. مثلاُ، بېجينګ ښه. ځکه په بېجينګ کې زيات لرغونی ودانۍ ښه ساتل شوې، د دې ترڅنګ عصری عناصر او ځانګړتياوې هم موجودې دي.

د اترېش د خبريالانو کلب مشر فريد تورنهيم چې په ٢٠٠٧ کال کې يې تبت ته د چين او اترېش د خبريالانو د سفر په فعاليت کې ګډون وکړ، د دغو دواړو سفرونو د يادونې په وخت کې وويل،

زما په اند، دغه دواړه سفرونه ډېر په زړه پورې دی. خو توپيرونه يې هم شته دی، ځکه چې د دواړو سفرونو په ترڅ کې مو له بېلا بېلو ښارونو څخه ليدنې وکړې. شانګهای پر ما ژور اغيز کړی دی، د ٢٠٠٧ کال راهيسی، په دغه ښار کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. حتی يو شمېر ځايونه يې نشم پيژندلی.

د چيني خوراکونو د يادونې په وخت کې ښاغلي تورنهيم وويل، 

البته، د شانګهای له ځانګړو خوراکونو سره ډېره مينه لرم. په بله ژبه له چيني خوراکونو سره زياته علاقه هم لرم.

ښاغلي تورنهيم د دغه سفر په ترڅ کې د چين د اړوندو خواوو د هر کلی او مېلمه پالنې څخه ډېره مننه وکړه او هيله لري چې د چيني خبريالانو پلاوی به په راتلونکي کې اترېش ته سفر وکړي. د اترېش خبريالان هم تمه لري چې په راتلونکي کې به د زياتې تبادلې او تګ راتګ له لارې لا زيات وګړي په سمه توګه چين وپيژني.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای