CRI Online

سلګونه تنو ځانګړو ماشومانو د شانګهای له نړيوال نندارتون څخه ليدنه کتنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2010-07-07 19:25:07

 نازنين او کنجکاو ماشومان د نړيوال نندارتون په مرکز کې د يوې په زړه پورې منظرې په توګه ګڼل کېږي. خو د نړيوال نندارتون له مرکز څخه ليدنه کتنه د معيوبو او بی وزلو ماشومانو لپاره يو ښکلی خوب دی. څو ورځې مخکې د لاس په نيولو سره د نړيوال نندارتون د کتنې په نامه يو فعاليت د شانګهای د نړيوال نندارتون په مرکز کې تر سره شو چې په ترڅ کې يې څه باندې دوو سوو ځانګړو ماشومانو او د کليوالو کارګرانو ماشومانو د نړيوال نندارتون له مرکز څخه ليدنه وکړه. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه فعاليت په اړه لنډ مالومات وړاندې کړم.

د جون په لسمه نېټه د کليوالو کارګرو هغو دوو سوو اولادونو او کم عقلو ماشومانو چې د شانګهای د ون هوي په نامه ښوونځي او د چي جي په نامه ښوونځي کې زده کړه کوي د داوطلبانو په ملګرتيا د شانګهای له نړيوال نندارتون څخه ليدنه وکړه. په دغه نندارتون کې د امريکا، د جنوبي افريقا او د ايتاليې په ګډون نندارتونونو نه يوازی د دغو ماشومانو لپاره ځانګړی لاره پرانيستله، بلکې زړه وړونکی نندارې يې هم چمتو کړی دی. د ارام سمندر سيمې د ځانګړو تمبلونو په اوازونو سره ماشومان د ارام سمندر سيمې په ګډ نندارتون کې ننووتل. د ارام سمندر سيمې د بېلا بېلو هېوادونو هنرمندانو د دغو کوچنيو مېلمنو لپاره د سندره ويلو او نڅا کولو ننداره وکړه. ماشومان ډېر خوشحاله وو او دغه نندراتون له خندا څخه ډګ و. د ارام سمندر سيمې د ګډ نندارتون مشرې بيرناديت روندس ګينيلاو وويل، 

د شانګهای د نړيوال نندارتون په مرکز کې زيات جذبه لرونکی نندارتونونه شته دی. که څه هم زموږ نندارتون ځانګړی نه دی، خو موږ کولی شو چې دغو ماشومانو ته د ارام سمندر سيمو د وګړيو پاملرنه او مينه ورکړو او ځانګړتيا لرونکی سندرې او نڅاوی هم.

د دغه فعاليت په ترڅ کې هر ماشوم د دوو داوطلبانو په مل و چې په ذهني معلوليت اخته دی. داوطلبانو ماشومانو ته د لا ښه خدمت ورکولو په موخه د دغه فعاليت د پيل نه مخکې له دوی سره نژدی تګ راتګ او تبادلې کړې دي چې د دغو ماشومانو د روغتيا حالت او خوی په حال احوال خبر شول. داوطلبې وانګ چينګ مين وويل،

هر کس بايد ټولنې ته خدمت وکړي او په ټولنه کې ضعيف او بی وزلو وګړيو ته پاملرنه وکړي. هيله لرم چې يو د بل سره مينه او پاملرنه زياته شي.

د شانګهای د چي جي په نامه د ښوونځي ځانګړی ماشوم لي جيا مينګ د دوو داوطلبانو په ملګرتيا په خوشحاليو سره له دغه نندراتون څخه ليدنه کتنه وکړه. هغه نه يوازی له دغو دوو داوطلبي خويندو سره ډېره مينه لري، بلکې د شانګهای د نړيوال نندارتون سره علاقه هم لري. ده وويل،

هغوی وروڼه نه دی، خويندی دی. ډېر خوشحاله يم او بيا به له کورنيو سره له دی څخه ليدنه وکړم.

په همدې ورځ په دغو دوو سوو تنو ماشومانو کې يوه نجلۍ چې چين هوی لينګ نومېږي، ډېره خوشحاله وه. ځکه چې هغې له خپل پلار سره يو ځای د امريکا له نندارتون څخه ليدنه وکړه. د چين هوی لينګ پلار له سي چوان ولايت څخه راغلی او يو تعميراتي کارګر دی چې د امريکا او د افريقا د نندارتونونو د جوړونې په پروژو کې يې ګډون کړی و. د امريکا نندارتون ورڅخه د مننه څرګندولو لپاره چين هوی لينګ ته د يږ په شان د لوبې يو سامان ورکړ. چين هوی لينګ وويل، 

د امريکا، کاريبين او د ارام سمندر سيمې له نندارتونونو څخه مې ليدنه وکړه. ډېره خوشحاله يم، ځکه چې زما د پلار لخوا جوړ شوی نندراتون مې ليدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای