CRI Online

د شانګهای د نړيوال نندارتون انتظامي څانګې د خوراکونو د کيفيت د ډاډمنتيا لپاره کوښښ کوي.

cri     (GMT+08:00) 2010-07-21 19:14:43

د شانګهای د نړيوال نندارتون له پرانيستلو راهيسي، اتيا ورځې تېرې شوې دي. څه باندې شل مليونه تنو سيلانيانو له دغه نندارتون څخه ليدنه کړې ده چې اويا سلنې يې د نړيوال نندارتون په مرکز کې ډوډۍ خوړلې ده. د چين د خوراکونو د امنيت څارونکو څو ورځې مخکې څرګنده کړې چې تر اوسه پورې د نړيوال نندارتون په مرکز کې د غذايی مسموميت کومه ډله ييزه پېښه نه ده رامنځته شوې، نو په دغه مرکز کې د خوراکونو کيفيت تر کنترول لاندې دی. په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په دې اړه لنډ مالومات وړاندې کړم.

د شانګهای د خوراکونو او درملو د څارنې او ادارې رياست مرستيال شي مين چيانګ د جولاۍ په دوهمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې اړوندې خواوې د شانګهای د نړيوال نندارتون په مرکز کې د خوراکونو د کيفيت د ډاډمنتيا په هکله هراړخيزه څارنه کړې ده او کوی يې. ده وويل

ټول خوراکونه چې د نړيوال نندارتون په مرکز کې پلورل کېږي، د شانګهای له يو زر او شپږ سوو تصديو لخوا توليدېږي. دغه خوراکونه په مرکزي پخلنځي کې د چمتو کېدو نه مخکې په جلاجلا توګه د کرنې کميټې، د کيفيت د څارنې څانګې، د صنعتي او سوداګرۍ څانګې او د وتلو او ننوتلو د ادارې لخوااداره کېږي. ورپسی د خوراکونو او درملونو د څارنې څانګه د نړيوال نندارتون په مرکز کې د خوراکونو د ترانسپورت او چمتو په اړه هراړخيزه څارنه کوي. ټول خوراکونه په ګډه د مرکزي پخلنځي او ترانسپورتي مرکز لخوا برابرېږي. د چين د روغتيا وزارت له بېلا بېلو ځايونو څخه د خوراکونو توليدولو د هغه تصديو د څارنې او ادارې د پياوړتيا غوښتنه هم وکړه چې په نورو ولايتونو او ښارونو کې پرتې دي. نو د نړيوال نندارتون په مرکز کې پلورل شوی خوراکونه ډېر ډاډمن دی.

ټولو ته معلومه ده چې د جولای په مياشت کې د شانګهای تودوخه لوړه او هوا وتره ده. د شانګهای د هوا پيژندنې مرکز د پيشګويی سره سم، د جولاۍ په مياشت کې به د شانګهای د هوا ډېره لوړه تودوخه د اووه دېرشو درجو په شاوخوا کې وساتل شي. نو د خوراکونو د برابرولو او پلورلو له تصديو څخه د خوراکونو د کيفيت د تامينولو پر غوښتنې سر بېره، ښاغلي شي مين چيانګ له سيلانيانو څخه هم غوښتنه وکړه چې بايد هغه خوراکونه واخلي چې په کې اوبه کمې دي او د کيفيت د ساتنې موده يې اوږده ده. که هغه خوراکونه واخلي، چې د کيفيت د ساتنې موده يې لنډه ده، بايد سمدلاسه وخوري ده وويل 

اجازه ده چې سيلانيان له ځانه د خوراکونو په وړلو سره د نړيوال نندراتون مرکز ته ننوزي. خو ښه به دا وی چې سيلانيان چمتو شوي خوراکونه او کيکونه نه وړي. بر سېره پردې، سيلانيان بايد ښه تفريع وکړي. که د ګيډې په ناروغۍ اخته وي، بايد سمدلاسه په روغتون ته لاړ شي.

د مالوماتو له مخې، د شانګهای د نړيوال نندارتون په دوه سوه او شپږ څلويښتو ګډون کوونکو کې له شپيتې سلنې نه زياتې برخې له چين سره سوداګريز تګ راتګ نه لري. نو زياته اندازه خوراکونه په مستقيمه توګه نړيوال نندارتون ته برابرېږي. د څارنې او قرنطين په اړه د شانګهای ادارې د خوراکونو د امنيت د څارنې دفتر مشر چن جيان ليانګ وويل، چې دغه اداره د يادو شويو خوراکونو د څارنې او قرنطين لپاره ځانګړی لار پرانيستله چې د دغو خوراکونو د کيفيت د څارنې توان پياوړی شوی دی. ده وويل، 

موږ په جدی توګه د شانګهای له بندر څخه د واردونکو خوراکونو څارنه کوو. خو ښايی يو شمېر خوراکونه له نورو بندرونو څخه شانګهای ته ورسېږي، نو د معلوماتو د ورکولو او د تماس نيولو په برخه کې د چين د اړوندو څانګو ترمنځ يوه بيړنۍ شبکه جوړه شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای