CRI Online

د شانګهای نړيوال نندراتون ته د سپين ږيري چن جيا فان سفر

cri     (GMT+08:00) 2010-07-21 19:17:17

 په چين کې يو سپين ږيری چې چن جيا فان نومېږي، د شانګهای نړيوال نندراتون سره مينه لري. هغه دغه نندارتون ته د سفر په لپاره لا يو کال مخکې په چمتوالي پيل کړی وو. نو هغه د خلکو لخوا د نړيوال نندارتون د نيکه په نوم يادېږي. په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه سپين ږيري په اړه لنډ مالومات وړاندی کړم.

کله چې خبرياله د لومړي ځل لپاره له سپين ږيري چن جيا فان سره مخامخ شوه، هغه له بېجينګ څخه شانګهای ته په اورګاډي کې راغلی وو. ښاغلي چن په ارامه توګه د شانګهای د نړيوال نندارتون يو سل په زره پورې ټکي په نامه يو کتاب وکتلو او پکې يې خپل يادښت وليکلو. د ده د کتابچې په هره پاڼه کې د عکسونو او لفبا له لارې د يو نندارتون پيژندنه ده چې محتويات يې ډېر غني دي. ښاغلي چن وويل، چې هغه يو کال مخکې د شانګهای نړيوال نندراتون ته د سفر لپاره په چمتوالي بوخت وو پيل وکړ. ده وويل

يو کال مخکې مې له نړيوال نندارتون څخه د ليدنې کتنې لپاره په چمتوالي پيل کړی وو چې د روغتيا، اقتصاد او د عکسونو د اخيستلو د شيانو په برخو کې زياتو تياريانې او اړتياوې مې پوره کړلې. د عکسونو له اخيستلو سره ډېره مينه لرم، نو په تېره بيا د پنځه زرو يوانو په لګولو سره مې يوه ځانګړې کمره هم واخيستل. دغه راز يو کمپيوټر مې هم واخيست، ځکه غواړم چې ټول ښکلي عکسونه به په کمپيوټر کې وساتم . زما د دې سفر وخت به د دوو اوونيو لپاره دوام ولري.

له تقاعد کېدو نه مخکې، ښاغلي چن د نفتو او ځمکنی فزيک په اړه د کشف کار په څانګه کې دندهتر سره کوله. د ده کارساحه هغه مهال ډېره ليری او ګوښه ځايونو کې وه، نو د کار شرايط يی ډېر سخت وو. په ژوند کې د ستونزو په ليرې کولو او ګاللو سره د ښاغلي چن روغتيا ډېر ښه ده چې دا د شانګهای د نړيوال نندارتون څخه لس ورځنۍ ليدنې ته ښه زمينه برابروي. ده وويل

روغتيا زمينه ده. که روغتيا ښه نه وي، ليدنه په عادی توګه نه شي تر سره کېدلای. ځکه د نړيوال نندراتون مرکز ډېر لوی دی او د نندارتونونو شمېر هم زيات دی. نو روغتيا د دغې ليدنې لپاره ډېر اهميت لري.

بر سېره پردې، ښاغلي چن د دغه سفر لپاره پنځلس زره يوانه زيرمه کړي دي. له تقاعد وروسته د ښاغلي چن هره مياشت عايدات دری زره او يو سل يوانه دي، نو د ده لپاره دومره پيسی کفايت کوي چې دغه شمېر د ده د پنځو مياشتو له عايداتو سره برابر دی. خو هغه خبريالې ته وويل چې دا د شانګهای د نړيوال نندارتون لپاره د ده خدمت دی. ده وويل، 

دغه نندراتون يوه صحنه ده چې د بېلا بېلو هېوادونو عصری تخنيکونه او دودونه ترې په ښه توګه څرګندېږي. دا ډېره ښه ده. دغه نندارتون هر يو ګډون کوونکی هېواد ته د خپل هېواد د ورپيژندنې په اړه فرصت وړاندی کوي. زموږ هېواد بايد د کوربه هېواد په توګه د دې له لارې خپل عصری تخنيکونه خپاره کړي.

له نړيوال نندارتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د چين دولتي نندراتون د ښاغلي چن په زړه باندې ډېره ژوره اغيزه کړې ده. نيکه چن په دغه نندراتون کې د همغږه چين په نامه له يو فلم څخه په تېرو لسګونو کلونو کې د چين لوی بدلونونه احساس کړی دی. بر سېره پردې، ښاغلي چن د تايوان نندراتون سره هم ډېره مينه لري. هغه وويل، کله چې هغه ماشوم و، د دوو کلو لپاره په تايوان کې اوسيدلی، نو له تايوان سره يې يو ډول ځانګړی حس او مينه ده. د تايوان له نندارتون څخه د کتنې له لارې يې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ ژور احساسات يې په ښه توګه احساس کړي دي. ده وويل

د تايوان نندارتون زما په کتل شويو نندارتونونو کې يو غوره نندارتون دی. له يوی خوا، عصري تخنيکونه ترې څرګندېږي، له بلې خوا دغه نندارتون په ښه توګه د تايوان دودونه او عادت ښکاره کوي. زما په اند، دا د سترې برخې له وطنوالو سره د تايواني وطنوالو احساسات څرګندوي. يوه ډېره ډېره ښه نمونه ده.

ښاغلي چين خبريالې ته وويل چې له نړيوال نندارتون څخه د ليدنې کتنې وروسته، هغه نور زيات پلانونه په زړه کې لري چې يو پلان يې له تايوان څخه ليدنې پورې اړه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای