CRI Online

د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د سريلانکا نندارتون د نمانځنې ځانګړی ورځ

cri     (GMT+08:00) 2010-07-21 20:04:53

د جولای ١٨ نېټه د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د سريلانکا نندارتون د نمانځنې له ځانګړې ورځې سره برابره وه. د دغه هېواد صدراعظم ديسانايک جاياراتنی او د شانګهای ښاروال هان جنګ د نړيوال نندارتون په مرکز کې په حکومتي مراسمو کې ګډون درلود او په جلا جلا توګه يې ويناوې وکړې.

ښاغلي هان جنګ وويل د چين او سريلانکا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٥٣ کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په سالم ډول پرمخ تللې او د متقابلې مرستې او نسل په نسل د هراړخيزې دوستانه همکارۍ اړيکې ټينګې شوې دي . د سريلانکا نندارتون له لارې به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تفاهم او دوستی پياوړی شي.

(اواز ١)

د سريلانکا نندارتون تازه او په زړه پورې دی چې په ښارونو کې د مسئلو د حل وفصل او د ژوند کيفيت د لوړتيا لپاره د سريلانکا خلکو ځانګړی نظريې ترې څرګندېږي.

صدراعظم جاياراتنی وويل سريلانکا په نړۍ کې يوه تر ټولو ښکلی سيلانيزه موخه ده. هغه هيله لري چې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د ګډون له امله به لازيات سيلانيان سريلانکا ته سفر وکړي.

(اواز ٢)

د سريلانکا نندارتون په ژوره توګه زموږ د هېواد د حالاتو په اړه معلومات ورکړی، زه هيله لرم چې زموږ د نندارتون له لارې به لازيات سيلانيان سريلانکا ته سفر وکړي.

جاياراتنی وويل چين د سريلانکا ښه دوست هېواد دی چې د سريلانکا د اقتصاد اعادې او د ټولنيز چاپيريال د ښه والي لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.د ننني نړيوال نندارتون جوړوونکی شانګهای ښار له سريلانکا سره هم نژدې اړيکې لري.

(اواز ٣)

شانګهای د سريلانکا د سوداګريزې پلازمېنې کولمبو ښار ښه دوست ښار دی. د ٢٠١٠ کال د جولای په لومړۍ نېټه له کولمبو څخه شانګهای ته مستقيمه هوايي کرښه پرانيستله شوې . د شانګهای نړيوال نندارتون سريلانکا ته يو قيمتي فرصت برابر کړی چې چينايانو او نړيوالو ته يې د هغوی تاريخ او کولتور ښودلی دی.

تر هغه وروسته د سريلانکا د نڅاوو د هنري ډلې هنرمندانو د دغه هېواد يو لړ دوديزې نڅاوې نندارې ته وړاندې کړی. د شانګهای د هوانګ پو سيمې اوسېدونکی ښاغلي چن درېيم ځل له نړيوال نندارتون څخه ليدنه وکړه، خو دا لومړی ځل دی چې د يو بهرني هېواد د نمانځنې ورځې په فعاليت کې ګډون کوي. هغه خبريال ته وويل

(اواز ٤ )

زما په اند ننني مراسم ډېر ښه او اثرناک دي. د چينايانو لپاره سريلانکا يو دوستانه هېواد دی چې په ١٩٥٧ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اړيکې ټينګې شوی دي. نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو او نننۍ هنري نندارې ، بلکې د سريلانکا نندارتون د نمانځنې ځانګړې ورځې د فعاليتونو او مراسمو محتويات ډېر ښه او په زړه پورې دي. زه هيله لرم چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستۍ په دايمي توګه ټينګې او د شانګهای د نړيوال نندارتون له لارې به لا پياوړې شي.

د سريلانکا ودانۍ د چيني ودانۍ تر څنګ پراته او ديوال يې سور رنګ لري. په دغه

ودانۍ کې د ٥ لرغونو ښارونو د جوړښتونو له لارې سيلانيانو ته د سريلانکا تاريخ او کولتور ښودل کېږي .د سريلانکا نندارتون د بودايي دين له کولتور ډک دی ، په تېره بيا د بودايي دين په معدبونو کې يو تر ټولو لوړه ودانۍ يعنې د انورادهاپورا سپين برج او په نړۍ کې د يو تر ټولو لرغونې ونې جوړښت زيات سيلانيان راجلب کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای