CRI Online

د شانګهای په نړېوال نندارتون کې د افغانستان نندارتون ځانګړې ورځ

cri     (GMT+08:00) 2010-08-19 18:30:05

ګرانو اورېدونکو! د روانې مياشتې په ١٩ نېټه د شانګهای په نړېوال نندارتون کې د افغانستان نندارتون ځانګړې ورځ ده. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزير انوار حق احدي او د چين د حکومت د استازي مرستيال جانګ چون شيانګ په ګډون د دواړو خواوو ګڼ شمير شخصيتونو په فعاليت کې ګډون وکړ.

افغانستان د اسيا په زړه کې پروت دی چې له چين، پاکستان او ايران سره ورڅيرمه موقيت او ځانګړې ستراتيژيک اهميت لري. په دغه ځل نړېوال نندارتون کې افغانستان له يمن ، بحرين او نورو پنځو هېوادونو سره يو ځای يوه ودانی نيولې چې د نړېوال نندارتون پارک د ای په سيمه کې پرته ده. د افغانستان نندارتون عمومي سرليک : افغانستان _ د اسيا زړه ، د فرصت او سرچينې ځای دی.

د اګيست ١٩ نېټه د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ٩١ تلين هم دی. د ٢٠١٠ کال د شانګهای د نړېوال نندارتون په اړه د چين حکومت د عمومي استازي مرستيال جانګ چون شيانګ افغان وګړو ته د دغه جشن مبارکي هم وويله او ويی ويل چې افغانستان اوږد تاريخ او متمدن کلتور لري چې توريالي خلکو يی د بشر د متمدن پرمختګ لپاره خپل خدمتونه وقف کړي دي. په وروستيو کلونو کې افغانانو د بېلابېلو ستونزو په حلولو سره د هېواد د بيارغونې په بهير کې د ليدو وړ برياليتوبونه هم ګټلي دي. نوموړي د افغانستان د نندارتون د يادونې په ترڅ کې وويل:

د افغانستان نندارتون عمومي سرليک : د اسيا زړه ، د فرصت او ننګونې ځای دی. ويل کيږي چې دغه هېواد غني او شتمن مادي او کلتوري سرچينې لري. دلته رنګارنګ هنر، په زړه پوری توليدات او طبيعي مالونه ليدل کيږي چې ترې د افغانستان خلاص زړه او پراخه نظريه څرګنديږي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزير په خپله وينا کې د افغانستان د حکومت او خلکو په استازيتوب د چين حکومت او د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړېوال نندارتون تشکلاتي ارګان څخه مننه څرګنده کړه او ويی ويل:

دا چې افغانستان د لومړی ځل لپاره په نړېوال نندارتون کې ګډون کوي، ستر اهميت لري. دغه هېواد سمدلاسه د جګړې له سيوري نه وتلی چې لاهم له بېلابېلو ستونزو سره هم مخامخ دی. په دغه نړېوال نندارتون کې ګډون کول پخپله يو ستر برياليتوب هم دی. دا چې د افغانستان ملی بيرغ د نورو ٢٠٠ هېوادونو له بېرغونوسره يو ځای په دې ځای کې رپيږي، د خوښۍ وړ يو کار دی چې په ژبه نه شی ويل کيدی.

د دې ترڅنګ له افغانستان څخه هنرمندانو په زړه پوری سندرې او ملي اټن هم نندارې ته وړاندې کړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای