CRI Online

د اتريش عمومي استازي باور لري چې د شانګهای نړيوال نندارتون به د چين د پرمختګ لپاره نوی فرصت برابر وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2010-08-24 09:46:13

د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د اتريش حکومت عمومي استازي ډاکتر هانيس اندروسچ د جولای په څوارلسمه نېټه د سي ار ای راډيو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې په ٢٠١٠ کال کې د شانګهای نړيوال نندارتون په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو له پای ته رسېدو وروسته په چين کې يوه بله نړيواله غونډه ده. هغه باور لري چې د شانګهای نړيوال نندارتون به د چين د پرمختګ لپاره نوی فرصت برابر کړي. ده وويل

شک نه شته چې د شانګهای نړيوال نندارتون د چين پرمختګ ته نوی خوځنده ځواک وروبخښی. په عين وخت کې چين به د دغه نندارتون پر بنسټ نړۍ ته د خپل هېواد چټک پرمختګ او د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلی کېدو په دېرشو کلونو کې تر لاسه شوي برياليتوبونه وښيی.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د شانګهای نړيوال نندراتون نه يوازی د برياليتوبونو د ښودلو په برخه کې چين ته يوه صحنه ورکوي، بلکې له چين سره د خپلمنځي تګ راتګ او تفاهم د ژورتيا په هکله د اتريش په شمول د زياتو ګډون کوونکو لپاره ښه زمينه برابروي. ده وويل

موږ به د شانګهای د نړيوال نندارتون په موقع کې زموږ د نندارتون له لارې، چيني سيلانيانو ته اتريش وروپيژنو. البته، هيله من يو چې د نړيوال نندارتون له لارې به د چين او اتريش ترمنځ اقتصادي او سوداګريز راکړی ورکړی پياوړی شي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ د پياوړتيا په هکله ښاغلي اندروسچ وړانديز وکړ چې په چين کې مستقيمې پانګې زياتې شي. ده وويل

ځکه چې په چين کې زموږ مستقيمې پانګې کمې دی، نو پنځه اتيا سلنه صادراتي توليدات مو پر اروپايې هېوادونو پلورل کېږي. په دې برخه کې موږ د سويس او هالند په شمول له يو شمېر هېوادونو څخه لوی توپير لرو. اوس د اتريش حکومت په چين کې د مستقيمو پانګو د پراخېدو لپاره اته سوه مليونه يورو بېل کړي دي. له دې څخه څرګندېږي چې موږ د مستقيمو پانګو په برخه کې پټ استعدادونه لرو.

ښاغلي اندروسچ د اتريش د نندارتون د يادونې په وخت کې وويل، چې د شانګهای نړيوال نندراتون غواړي چې د ښارونه د لا ښه ژوند لامل په سرليک د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو سيلانيانو ته د همغږی ښار په اړه نظريه ورکړي. د شانګهای په دوه څلويښتو هغو نندارتونونو کې چې د همدغو هېوادونو لخوا په خپله جوړ شوي، د اتريش نندارتون اصلي موضوع د همغږۍ لټونې په اړه نظريه ده. ويل کېږي چې دغه موضوع د همغږی ښار په اړه له نظريې سره سمون خوري او ورڅخه په پوره توګه د ښارونو، کليو، طبيعت او د ژوند د چاپيريال او د ښاري کولتوري منظرې ترمنځ يووالی او همغږی څرګندېږي. نوموړي وويل، چې د اتريش نندارتون سرليک د ښارونو او کليو ترمنځ د همغږۍ پرمختګ په اړه د نظريې څرګندوی دی. دغه نظريه به په راتلونکو پنځوسو کلونو کې د نړۍ د پرمختګ يوه موضوع وي. ده وويل

د اټکل له مخې چې تر ٢٠٥٠ کاله پورې به په ګردی کری کې اويا سلنې وګړي

په ښارونو کې اوسېږي. د دې ترڅنګ، ښايی چې په چين کې د ښاري اوسيدونکو شمېر د هېواد د عمومي نفوس له نيمې برخې نه زيات شي. د ښارونو چټک پرمختګ به د پرمختګ د اړوندو مسئلو لامل وګرځي. د بېلګې په توګه د ترانسپورت، طب او ښوونې مسئلې. له يوې خوا، موږ بايد د دغو مسئلو د حل و فصل لپاره په ښارونو کې د خلکو د ژوند شرايط ښه کړو، له بلې خوا، بايد د ښارونو او کليو د همغږۍ پرمختګ لپاره يوه مساعده لاره ولټوو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای