CRI Online

د بېجينګ د تونګ جو سيمه له انرژۍ څخه د نه استفادې په اړه د ايکولوژيکو هستوګنځيو د پروژې هر کلی کوي.

cri     (GMT+08:00) 2010-08-24 09:50:24

د شانګهای د نړيوال نندارتون له پيل راهيسې، د ښارونو په عملي سيمه کې د انرژۍ د نه لګولو په اړه د ايکولوژيکو هستوګنځيو د پروژو نندارتون چې د لنډن لخوا وړاندی شوی، د نندارچيانو پراخې پاملرنې راجلبوي. د بېجينګ د تونګ جو سيمې حکومت دغه نندراتون ته ډېره پاملرنه کوي او څو ورځې مخکې يې په رسمي توګه دغه نندراتون ته بلنه ورکړې چې د شانګهای د نړيوال نندارتون له پای نه وروسته په خپله سيمه کې د اړوندو هستوګنځيو د جوړولو لپاره تجربې ورکړي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه نندراتون په اړه لنډ مالومات وړاندی کړم.

دغه نندارتون چې پوره نوم يې د شانګهای په نړيوال نندراتون کې په لنډن ښار کې د انرژۍ د نه لګولوپه اړه د ايکولوژيکو هستوګنځيو د پرمختګ پروژو د نمونوی نندارتون دی، د نړيوال نندارتون د مرکز د يی برخې د ښارونو په ډېر ښه عملي سيمه کې پروت دی او د ځانګړو علومو او تخنيکونو په واسطه د نندارچيانو علاقې راجلبوي چې ټول تخنيکونه يې د کاربن د ايستنې اندازې د کمښت موخه لري. د دغه نندارتون له خبري رسنيو سره د اړيکې نيولو څانګې مشر شيو سونګ په دې اړه وويل،

زموږ نندراتون له دې موقع څخه په استفادې سره د کاربن د نه ايستنې نظريه د سيلانيانو او مسلکي شخصيتونو په شمول نندارچيانو ته خپره کړي. رښتيا ده چې زموږ په نندارتون کې ټول تخنيکي سيسټمونه يو لاس شوی دی چې د موټرونو، کورونو او ژوند له بېلا بېلو برخو څخه د کاربن ايستنې د کمولو نظريه څرګندېږي.

د معلوماتو له مخې، لس کلونه مخکې، د بريټانيا په پلازمينه لنډن کې د ياد شوي نندارتون د عصری تخنيکونو پر بنسټ هغه اوسيدونکی سيمه جوړه شوې ده چې په کې ډېر کم کاربن خوشی کېږي. د بېلګې په توګه، په دغه ډول اوسيدونکې سيمه کې د ودانيو د جوړولو په بهېر کې د ځانګړو موادو څخه د استفادې، غوره ډيزاين او د لمر، باد او ايکولوژۍ د بيااستعمالېدونکی انرژۍ د کارولو له امله د انرژۍ او برېښنا د سپمولو اندازه يې د نورو اوسيدونکو سيمو په پرتله په جلا جلا توګه په سلو کې اتيا او پنځه څلويښت کمه شوې ده. د دغه نندارتون د مشر چن شوه په اند، مناسب شرايط چمتو شوی دی چې په دې اړه نظريه او تخنيکونه په چين کې عملي کېږي. ښايی به چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د دغه نندراتون په شان ودانۍ د چين په پراخه ساحه کې جوړې شي. ده وويل

دغه نندارتون خلکو ته يو ډول امکان څرګندوي چې د اوسيدونکو لا ښه چاپيريال او لا زياتو ټولنيزو ګټو تر سره کول نورو زياتو پيسو ته اړتيا نه لري.

په تېرو څو کلونو کې د کم کاربن د ايستلو نظريې او تخنيکونو د زياتو ښارونو پاملرنه راجلب کړې ده. پر لنډن سر بېره، زيات ښارونه د يادو شويو اوسيدونکو سيمو د جوړولو لپاره کوښښ کوي. د چين په شانګهای کې د کاربن ايستنې د کمښت په اړه يوه اوسيدونکی سيمه هم جوړه شوې ده.

د جون تر پايه پورې، د بېجينګ د تونګ جو سيمې مرستيال جانګ يونګ له دغه نندارتون څخه ليدنه کتنه وکړه. د بېجينګ د جوړونې تګلارې سره سم، تونګ جو سيمه د يوې نوی ښاري سيمې په توګه د يوه نړيوال عصری ښارګوټي د ابادولو لپاره هڅه کوي. د چټک پرمختګ ترڅنګ د تونګ جو حکومت د چاپيريال ساتنې او د علمي او تخنيکي عواملو کارولو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. ښاغلي جانګ يو له دغه نندارتون څخه له ليدنې نه وروسته وويل، چې له دغه نندارتون څخه د کاربن ايستنې د کمښت په اړه څرګنده شوي نظريه د تونګ جو سيمې د ابادولو له تګلارې سره سمون خوري. ده وويل

بېجينګ د نړيوال ښار د جوړونې په اړه تګلاره ټاکلې ده. تونګ جو په بېجينګ کې د يوې عمده پرمختيايی سيمې په توګه بايد په دغه بهېر کې مهم رول ولوبوي. د يوه نوې ښارګوټي ابادول بايد د کاربن ايستنې د کمښت پر نظريې ټينګار وکړي.

نوموړي زياته کړه چې اړونده نظريه او تخنيک بايد د ښارونو د پرمختګ په بهېر کې ترويج شي. خو دا له کوچنيتوب څخه لوی والی ته د رسېدو بهېر ته اړتيا لري. ده وويل، 

زما په اند دغه پرمختيايی لور سم دی. که اغيزه يې ښه وی، د تخنيکونو په ګډون د بېلا بېلو خواوو د پوره چمتوالو پر بنسټ دې تجربې ترويج شي. لومړی موږ بايد پر دغې نظريې ټينګار وکړو، په تېره بيا د تګلارو د جوړونې په بهېر کې .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای