CRI Online

په جرمني نندارتون کې د ماشومانو په سترګو کې ښه ژوند

cri     (GMT+08:00) 2010-08-24 09:52:27

که څه هم د جولای په مياشت کې هوا ډېره توده ده ، خو د شانګهاي له نړيوال نندارتون څخه له کتنې سره د وګړيو تاوده احساسات نه دي کم شوي . د دوبنۍ رخصتۍ په موده کې ډېری ماشومان د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه شانګهای ته راغلي دي څو چې نړيوال نندارتون وګوري . په نندارتون کې ځينی ماشومان نېزې نارې وهلې ، ځينی يې خواړه خوړل او يا نور يې عکسونه اخيستل . په جرمني نندارتون کې له مختلفو هېوادونو څخه راغلي ماشومان په خوښۍ سره د نظريو تبادله کوي او په خپلو زړونو کې ښکلی ژوند انځوروي .

تاسی همدااوس دغه چيني ولسي سندره وارېدله چې د ياسمين ګل نومېږي او په نړۍ کې ډېره مشهوره ده او د جرمني د هانووير د هلکانو کورس ډلې لخوا ويل شوېده ، نوموړې ډله په ټوله اروپا کې ډېره غوره کورس ډله بلل کېږي او په تېرو کلونو کې يې ډېری نړيوالې جايزې وګټلې . سره له دې چې په شانګهاي کې هوا ډېره توده او خفه ده ، خو جرمني هلکانو لا هم په جدي توګه سندره وويله ځکه چې دوي پوهېږي د خپل ټاټوبي په استازيتوب د خپلو لس کلنو لاس ته راوړنو د ښودلو لپاره شانګهاي ته راغلي دي.

د دغو کوچينو سندرغاړو نه پرته د جرمني نندارتون په وړاندی يوه ډله زده کوونکي هم راغونډ شويدي چې عمرونه يې د شپاړسو په شاوخوا دي او د جرمني د هانووير د ګوټ او شانګهاي د وواي له دوو منځنيو ښوونځيو څخه راغلي دي . زده کوونکو سيلانيانو ته د عکسونو د ترکيبولو دستګا معرفی کړه چې په خپلو لاسونو جوړه شوې ده . د شانګهاي د وواي ښوونځي زده کوونکې( فان يو ) نندارچيانو ته ددې دستګاه په هکله داسی معرفی کړه

ددې دستګاه جوړولو پلان په ٢٠٠٥ کال کې پيل شو او نوم يې Shang-Overدی چې له شانګهای او هانووير څخه راځي او دواړه مانا يې پورته کول دي . په دې دستګاه کې له زيرمه شويو عکسونو څخه نيمه برخه يې په شانګهاي او بله نيمه برخه يې په هانووير پورې دي . ددې پلان د پلي کولو موخې مو د چيني فرهنګ او لويديځ کولتور ترمنځ مقايسه کول دي څو چې له دواړو تمدنونو څخه ښګڼې لا ښه تجلی وکړي .دغه راز د چاپېريا ساتنې ، د انرژۍ سپما او د ښار سمسورتيا په برخو کې د خپلو خدمتونو ترسره کول هم زموږ يوه موخه ده ځکه چې په راتلونکي وخت کې د ښار ابادولو دنده زموږ په غاړه وي .

د دغې دستګاه په جوړولو سره د دواړو هېوادونو زده کوونکي کولی شی چې خپل راتلونکی ښکلی ژوند انځور وکړي . سربيره پردې زده کوونکو د دې دستګاه له لارې د جرمني او چين د نمونوي کورنيو ترمنځ توپرونه ليدلي دي ، مثلا د کور او اپارتمان د اوسېدو اسنتياوې ، په فارغ وخت کې د ژوند ترتيبات او د خوړو عادتونه او داسې نور.جرمني زده کوونکيدانيله زاوو وويل

د يوې بېلګې په توګه که پر دې کليکوئ ، ځانګړي جرمني خواړه ليدل کېږي او عکسونه هم لوېدای شی. که موږ پر دې عکس دوه واره کليکوو ، د يو چيني خوراک عکس ښکاره کېږي . همداشان عکسونه هم کوچيني کېږي چې په دې توګه زده کووونکي د خپلې خوښۍ سره سم په دغه دستګاه کې ښکلی خيالي ښار انځورولی شی . د وواي ښوونځي زده کوونکې وان يو په هانووير کې د کثافاتو د بېلولو لارې چارې ډېرې وستايلې او و يې ويل

د کثافاتو د بېلولو لارې چارې ډول ډول دي ، د مثال په توګه په هوايي ډګر يا نورو زياتو ځايونو کې د کثافاتو لوي لوي سطلونه د کثافاتو په ډولونو درول شويدي .

د هانووير ښوونځي يوې اوولس زده کوونکې کلنېساميرا موسير د شانګهاي ښکلي باغونه وستايل او د يويوان باغ سيل يې وکړ . هغې وويل

زما په نظر د شانګهاي باغونه ډيری ښکلي دي ، مثلا د يووان باغ ډيزاين زښت په زړه پورې دي .

ماشومان د ټولنې څښتنان دي او ډېری ښکلی ژوند دا دی چې ددوي ژوند ته خوښي او ارامتيا رسوی، راځئ چې د ښکلي ژوند او ښار د موندلو لپاره هڅه وکړو !

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای