CRI Online

په شانګهای نړيوال نندارتون کې د افغانستان دولتي نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2010-08-24 09:55:33

 د افغانستان دولتي نندارتون د نړيوال نندارتون مرکز د ای برخې د اسيا په دوهمې ګډې ودانۍ کې پروت دی. افغانستان د اوږدې مودې لپاره د جګړو له کړاوونو سره مخامخ دي، نو نندارچيان ډېره پاملرنه کوي چې افغانستان به په دغه نندارتون کې د کومې بنې په توګه نړيوالو ته وښيی. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د افغانستان دولتي نندارتون په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي. د افغانستان لپاره دا يو بريالی توب دی چې د امنيتي ستونزو په ليری کولو سره په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي. د افغانستان نندارتون يو لوی جومات ته ورته دی چې د هرات د لوی جامع جومات سره سم جوړ شوی او ديوالونه يې په ابی او شنو اجرو ښکلی شوی دی. دغه ودانی سيلانيانو ته د اسلامي نړۍ ځانګړتياوی څرګندوي. که څه هم د نورو هېوادونو د نندارتونونو په پرتله د افغانستان نندارتون لوی نه دی، خو د ننداري محتويات يې ډېر غنی او په زړه پوری دي. ويل کېږي چې د افغانستان نندارتون په اسيا په دوهمې ګډې ودانۍ کې يوه لويه صحنه ده. د افغانستان د نندارتون مشر حاجي عمر وويل، 

شانګهای نړيوال نندارتون د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره يوه ډېره ښه صحنه برابروي. د افغانستان له لحاظه په نړيوال نندارتون کې ګډون له چين سره د کولتوري او اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ لپاره ډېر ګټور دی.

د مالوماتو له مخې، د افغانستان نندارتون عمومي موضوع د اسيا زړه او د فرصت او زيرمو سرچينه ده. ځکه چې افغانستان د منځني، جنوبي او لويديزي اسيا په منځ کې پروت دی، نو ستراتيژيکي مقام يې ډېر د پاملرنه وړ دی. په تېره اوږده موده کې افغانستان نه يوازی د لويديځ او ختيځ ترمنځ د کولتوري راکړي ورکړي لپاره خاص رول لوبولی، بلکې د روحيې، هنر او کولتور په برخو کې يې خپل غوره والی ساتلي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزير انوار الحق احادي وويل چې په شانګهای نړيوال نندارتون کې ګډون له جګړو نه وروسته د افغانستان د اقتصادي، سوداګريز او ټولنيز پرمختګ لپاره ښه فرصت برابر کړي. ده وويل

د کولتوري تګ راتګ د پياوړتيا پرته، شانګهای نړيوال نندارتون د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکيو د ټينګېدو، په تېره بيا د چين او بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې تبادلې د ژورتيا لپاره ډېر ګټور دی. د چين او افغانستان ترمنځ سوداګريز تګ راتګ لرغونی تاريخ لري او د دواړو هېوادونو خلکو ورڅخه زياتې ګټې اخيستې دي. افغانستان له چين څخه زيات توليدات واردوي ، خو تر اوسه چين ته د افغان توليداتو صادراتي اندازه کمه ده. هيله لرو چې د چين د حکومت او خلکو د مرستو له لارې به په دې برخه کې چټکه وده وشي.

د افغانستان دولتي نندارتون د نندارې ، بازار او د سيلانيانو د استراحت ځای څخه جوړېږي چې د افغانستان څلور سوه ځانګړتيالرونکی شيان پکې د نندارې لپاره ايښودل شوي دي چې له قومي سازونو، لرغوني غاليو، خيمو، کورني سامان الاتو، منسوجاتو او قيمتي ډبرو څخه عبارت دی. سيلانيان له دغه نندارتون څخه د افغانستان لرغوني تاريخ او روښانه مدنيت ګوري. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د بازار او توليداتو د انکشاف څانګې چاوراکي محمد ناصر نوري وويل، 

نړيوال نندارتون د افغانستان د اقتصادي او سوداګريزو چارو د پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري. په تېره بيا د شپږو مياشتو په نندارتون کې موږ له چين او نورو هېوادونو سره د تبادلې او زده کړې لپاره ښه فرصت تر لاسه کوو. زما په اند، نړيوال نندارتون د افغانستان او چين لپاره ډېر ګټور فرصت دی.

د افغانستان سوداګر رحمان مسحق وانی زموږ خبريال ته وويل،

ډېر خوشحاله يم چې په شانګهای نړيوال نندارتون کې ګډون کوم. شانګهای د نړۍ په ډېرو سمسورو ښارونو کې يو دی. زما سوداګری ډېره ښه ده. سيلانيان د افغانستان له توليداتو سره ډېره پاملرنه کوي. هره ورځ په منځنی توګه پنځه زره تنه زما له پلورونځی څخه کتنه کوي. که فرصت لرم، هيله لرم چې د شانګهای او بېجينګ په شمول د چين په ښارونو کې خپل سوداګری وکړم.

هره ورځ ډېر زيات سيلانيان د افغانستان له دولتي نندارتون څخه ليدنه کتنه کوي. اغلی وانګ چې له هانګ جو ښار څخه راغلې وويل، 

په افغانستان نندارتون کې ښه ګڼه ګوڼه ده او له قومي ځانګړتياوو څخه ډک دی. د افغانستان له ځانګړي شيانو سره ډېره مينه لرم، په تېره بيا قيمتي ډبره . بيه يې هم ګرانه نه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای