CRI Online

په أرشيف کې د نړيوال نندارتون په هکله د چينايانو يادونې

cri     (GMT+08:00) 2010-08-30 19:14:05

په شانګهاي أرشيف کې چې د هوانګ پو سيند په غاړه يوه زړه ودانۍ کې دی ، اوس د نړيوال نندارتون په هکله سل دانې شيان او دوه سوه تاريخي عکسونه د نندارې لپاره ايښودل شوي او د نړيوال نندارتون د جوړولو لپاره د څو نسلونو چينايانو خيال څرګند شوی دی.

د يادو شويو شيانو او عکسونو د يادولو په مهال کې د شانګهاي ارشيف مشر ښاغلي وو چن وويل چې د چين او نړيوال نندارتون ترمنځ د اړيکيو په هکله دغه ارزښتناک ارشيف د ټول هېواد د ارشيف ساتونکو يوه غټه ډالۍ ده .

په دغه نندارتون کې ايښودل شوي شيان او عکسونه د هېواد د نورو ولايتونو له ارشيفونو څخه انتخاب شوي دي څو چې نړيوال نندارتون د جوړولو لپاره د څو نسلونو چينايانو قوي خيال او زيارونه ياد شی او په دغه نندارتون کې د ګډون ، د دې نندارتون د کوربنۍ حق د غوښتلو او جوړولو بهير وښيي . نندارچيان کولی شی چې ددې نندارتون د ليدو له لارې د چين او نړۍ ترمنځ د نني مساوي ديالوګ وپيژني او د بشري ترقۍ له لاس ته راوړنو څخه د ګټه اخيستلو وياړ او فخر حس کړي.

د تاريخي اسنادو له مخې له هغه وخته وروسته چې په لندن کې په ١٨٥١ کال کې لومړی نړيوال نندارتون پرانستل شو، چينايانو په پرله پسې نندارتونونو کې برخه واخيستله او په نولسمه پيړۍ کې د دولتي مقام د اوچتولو په موخه په نړيوال نندارتون کې د ګډون او يا ددې نندارتون د جوړونې کردار د زياتو هېوادونو لخوا منل شوی دی . د چين په وروستي شاهي ارشيف کې د امپراطور د فرمانونو او د وزيرانو د غوښتنليکونو او ديپلوماتيکو يادښتونو او پيغامونو څخه څو زره يادداشتونه ليدل کېږي . په اوسني نندارتون کې يو شمېر ډېر ارزښتناک تاريخي سندونه ايښودل شوي دي . ښاغلي وو وويل

دلته هغه دوه يادښتونه پراته دي چې يو يې په چين کې د اطريش وزيرمختار لخوا د ١٨٧٠کال د اکتوبر په مياشت کې او بل يې د امريکا وزيرمختار لخوا د ١٨٧٧ کال د اګست په مياشت کې د چين د صدارت عظيمۍ ماڼۍ ته وړاندی شوی او پکې له دې امله مننه څرګنده شوېده چې چين په ١٨٧٦ کال کې د امريکا د فيلاديفيا ښار په نړيوال نندارتون کې ګډون کړی دی.

په شلمه پيړۍ کې که څه هم د چين په ټولنه کې ترينګلتياوې پيښېدې ، خو په نړيوال نندارتون کې د چينايانو د برخه اخيستنې تاوده احساسات نه دي ضعيف شوی . په ياد شوي نندارتون کې يو ورېښمين دسمال د نندارچيانو سترګې جلب کړی دی چې په ١٩١٥ کال کې د پاناما په نړيوال نندارتون کې د پځوسو ګډون کوونکو هېوادونو نومونه په انګليسي ژبه ګلدوزی شوي او د دسمال په څلورو خواوو د دغو هېوادونو او سيمو ملي بيرغونه چاپ شوي دي. ددې دسمال په پاسني څلورم بيرغ د چين د وخت ملي بيرغ دی چې له پنځو رنګونو څخه جوړېده .

د ښاغلي وو په وينا د تېرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې نوي چين د نړيوال نندراتون د جوړولو خيال درلود او شانګهاي ښاروالي په اتمه لسيزه کې د نوموړي نندارتون د جوړولو د امکاناتو په څيړنه پيل وکړ.

د مرکزي ارشيف لخوا د برابر شويو لومړيو ارشيفونو له مخې په ١٩٥٨ کال کې د چين د بهرنيو چارو د وزارت لومړي مرستيال جانګ ون تيان مرکزي حکومت ته په شانګهاي کې په مناسب وخت کې د نړيوال نندارتون د جوړولو وړانديز وکړ ، برسيره پردې په چين کې د اصلاح او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو وروسته يو سند هم په نندارتون کې ايښودل شوی او په دی سند کې په شانګهاي کې د نړيوال نندارتون د جوړولو په عين وخت کې د پو دونګ سيمې أبادی هم ياده شوېده .

د ٢٠٠٢ کال د دسمبر په درېيمه نېټه شانګهاي د ٢٠١٠ کال د نړيوال نندارتون د کوربنۍ حق تر لاسه کړ . د ارشيف لارښوونکې وانګ جيو وويل

زموږ له نندارتون څخه ډېری ماشومان اغيزمن شوي او خپلې خاطرې يې په يادښت کې ليکلي دي . د بېلګې په توګه يو زده کوونکي داسي وليکل - له نندارتون څخه د ليدنې له لارې مو د نړيوال نندارتون تاريخ معلوم کړی او د يوه چينايي په توګه ډېر وياړم .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای