CRI Online

د شانګهای نړيوال نندارتون مطبوعاتی مرکز خبريالانو ته ښه خدمتونه برابروي.

cri     (GMT+08:00) 2010-09-07 09:49:31

د شانګهای نړيوال نندارتون مطبوعاتي مرکز د خبرونو د خپرولو او د خبريالانو د کار عمده ځای دی. د اپريل په اووه ويشتمه نېټه د دغه مرکز د په کار کې له اچولو راهيسې، څه باندې سل خبري ناستې او ډله ييزې مرکې تر سره شوې دي. د دې ترڅنګ لږ تر لږه يو لکه او دېرش زره تنه خبريالانو خپل نومونه ثبت کړي دي. مطبوعاتی مرکز نه يوازی د سلاکاری، مرکې او تخنيک په برخو کې د بېلا بېلو خبري رسنيو اړتياوې پوره کوي، بلکې خبريالانو ته ښه خدمتونه هم کوي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه مرکز په اړه لنډ مالومات وړاندې کړم.

ښاغلي ميچايل راتنير د امريکا د يوې مجلې عمومي محرر دی او په تېرو دوو مياشتو کې يې په دغه مرکز کې کار وکړ. هغه د مطبوعاتی مرکز لوړه ستاينه وکړه. د ده په اند، په دغه مرکز کې کاري چاپيريال او سامان الات ډېر ښه او غوره دی، دغه راز کارکوونکي او داوطلبان هم دقيق او صميمي خدمتونه کوي او د خبريالانو غوښتنې پوره کوي. هغه وويل، چې دغه مرکز ډېر په زړه پوری او غوره کاري ځای دی. 

مطبوعاتی مرکز ډېر ښه دی. کاري وخت يې ډېر اوږد دی چې له سهار څخه تر شپې پورې خدمت کوي. دغه راز دغه مرکز په مناسب ځای کې پروت دی چې مرکې ته اسانتياوی برابروي او له مرکې نه وروسته په دغه ځای کې له خپلو امريکايی همکارانو سره انټرنيتي خبرې کولای شم. بر سېره پردې، چاپيريال ښه دی او چينايان ډېر مېلمنه پال دي.

د نړيوال نندارتون په موده کې خبريالان د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه دغه مرکز ته راغونډېږي. دوی هره ورځ نړۍ ته د نړيوال نندارتون په اړه تازه خبرونه ورکوي. د دغه نندارتون له پيل نه تر اوسه پورې څه ناڅه يو زر او اته سوه تنه بهرنيو خبريالانو او د هانګکانګ او مکاو پنځه سوه تنو خبريالانو په کې کار کړی او کوي ئی . د دغه مرکز د بهرنيو خبريالانو سره د ارتباطو ډلې مرستيال جيا دونګ بو څرګنده کړې چې دوی غواړي د مېلمنو او همکارانو په توګه خبريالانو ته خدمت کوي. بر سېره پردې، دوی هيله لري چې خبريالان له دغو خدمتونو څخه د دوستۍ احساس وکړي. ده وويل

له هرې خوا خدمتي ميکانيزم مو جوړ کړ. د بېلګې په توګه، کله چې يو بهرني خبريال زموږ مرکز ته ننوځي، هغه به زموږ لخوا د هر کلی لپاره يو بريښنايی ليک تر لاسه کړي چې په کې زموږ د مطبوعاتی مرکز په اړه د ورپيژندنې مالومات ليکل شوي دي. د دغه ليک سره سم به دوی په سالمه توګه په کار پيل وکړي.

د شانګهای د نړيوال نندارتون لپاره د استراليا د دولتي نندارتون عمومي استازې عويلين کيليک په دې اړه وويل، 

ډېره مننه کوو چې مطبوعاتي مرکز راته مرسته راکوي. کله چې زموږ د هېواد خبري رسني په نړيوال نندارتون کې مرکې کوي، دغه مرکز په وخت ورته کاري ځای او د سپوږمکۍ نښه برابروي. داسی مرسته زموږ لپاره ډېر اهميت لري، نو ډېره ډېره مننه.

بر سېره پردې، د شانګهای نړيوال نندارتون مطبوعاتی مرکز په انټرنيټ کې يوه ويبپاڼه هم پرانيستلی ده او د چيني او بهرنيو خبريالانو لوړه ستاينه يې تر لاسه کړې ده. له يوې لخوا دغه ويبپاڼه په وخت خبريالانو ته د مرکې معلومات وړاندې کوي، له بلې خوا، بېلا بېل نندارتونونه په دغه ويبپاڼه کې خبرونه خپاره کولای شي. ښاغلي جيا دونګ بوه هميشه د دغې ويبپاڼې له لارې خبرونه خپروي. د ده په اند، دغه ويبپاڼه د خبريالانو او نندارتون ترمنځ يو پل دی. ده وويل

موږ له خبريالانو سره د لا زياتې مرستې برابرولو لپاره تر خپلې وسې پورې دغه ويبپاڼه بشپړوو چې په نړيوال نندارتون کې د غونډو، فعاليتونو او خبري ناستو په اړه مالومات په وخت په دغه ويبپاڼه کې صادروو. د بېلا بېلو ځايونو مطبوعاتی چارواکي په دغه ويبپاڼه کې د خپل نندارتون او نورو نندارتونونو د فعاليتونو په اړه معلومات ليدلی شي، نو دغه ويبپاڼه د خبريالانو او نندارتونونو ترمنځ د تبادلې په اړه يوه ډېره ښه صحنه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای