CRI Online

د مجارستان له نندارتون څخه د يو شو د تبت قوم د ماشومانو سندره خپره کړه.

cri     (GMT+08:00) 2010-09-14 19:19:12

څو ورځې مخکې يو شمېر هغو ځانګړيو تبتي ماشومانو د مجارستان نندارتون په بلنه شانګهای ته سفر کړې چې چينګ های ولايت د يو شو ولسوالۍ له زلزلې مصيبت ځپلو سيمو څخه راغلي او عمرونه يې له اتو کلونو نه تر شلو کلونو پورې دي. 

د مجارستان په نندارتون کې مو د دغو زده کوونکو په زړه پورې سندرې اوريدلې. يو تن ښوونکی خبريال ته وويل، 

زموږ زده کوونکي د يو شو ولايت له لسو ښوونځيو څخه راغلی دی چې هر ښوونځی پنځه زده کوونکي او يو ښوونکی لېږي، نو عمومي شمېر يې شپېته دی. له دې جملې څخه د يو شمېر ماشومانو پلار او يا مور د زلزلې له امله مړه شوی، د يو شمېر کورنۍ بی وزلۍ دی او يو شمېر يې د زده کړې په اړه بريا دی او داسی نور.

ښوونکی ما شياو هونګ د يو شو ولسوالۍ د لومړی ښوونځي څخه راغلی. هغه د دغو ماشومانو او ښوونکو په شان هيڅکله يو شو ولسوالۍ ته ليری ځای ته نه دی رسېدلی او په الوتکه کې نه دی سپارلی. نو هغه ډېر خوشحاله و چې له شانګهای نړيوال نندارتون څخه ليدنه کوي.

کله چې له دغو لوړو ودانيو څخه تېرېږي، زموږ زده کوونکي ډېر خوشحال دی. که څه هم په يو شو کې طبيعی منظرې ډېرې ښکلې دې، خو ياد شوي لوړې ودانۍ د زده کوونکو په زړونو کې ژوره خاطره ايښي. د نړيوال نندارتون په مرکز کې د بېلا بېلو هېوادونو له دودونو او د ودانيو له ځانګړتياوو څخه احساسوو، نو غواړو چې له لا زياتو نندارتونونو څخه ليدنه کولای شوو چې د دغو هېوادونو په اړه مالومات تر لاسه وکړو. زموږ د ښوونکيو او زده کوونکو په استازيتوب په دې اړه د مجارستان له نندارتون څخه ډېره ډېره مننه څرګندوم.

وونتسي درولما چې عمر يې پنځلس کلن دی، د يو شو د د

 

وهم قومي ښوونځي يوه زده کوونکې ده. د دې په اند، رښتيني نړيوال نندارتون د دې د پخوانيو خاطرو سره توپير لري. دې وويل

پخوا زما په اند، نړيوال نندارتون بايد يو کوچني او ساده نندارتون دی. رښتيني نړيوال نندارتون زما له خاطرو سره بېل دی. له دغه نندارتون څخه د نورو هېوادونو په اړه زيات مالومات تر لاسه کولای شو. غواړم چې له کورنيو سره د دی سفر په اړه کيسه معرفی وکړم. ورپسې به د زده کړې لپاره کوښښ وکړم چې په راتلونکی کې به د خپل وطن د ابادولو لپاره خدمت کولای شم.

رښتيا دا ده چې هر زده کوونکی د ښوونکيو زياتې پاملرنې تر لاسه کوي. د يو شيو د هونګ جي لومړی ښوونځي ښوونکي ديکي هيله لري چې ماشومان په سالمه او خوشحاله توګه ژوند کوي. ده وويل

هيله لرم چې دوی به لا زيات معلومات واخلي، فکر کوم چې بهر نړۍ د دوی لپاره ډېر نادره ده. نو هيله لرم چې دوی به په نړيوال نندارتون کې له بهرني نړۍ څخه احساسولی شي. بر سېره پردې، هيله لرم چې دوی له ناورينونو نه وروسته د تر لاسه شويو مرستو له امله د مننه په څرګندولو زده کړه وکړي.

نه يوازی چيني وطنوال د يو شو ولسوالۍ د ناورين ځپلو سيمو او وګړيو ته پاملرنه کوي، بلکې نړيوالې ټولنې هم درته زياته پاملرنه وکړه او کوي يي. مجارستان هم د زلزلې وروسته له ناورين ځپلو سيمو سره مرسته کړې ده. په ٢٠٠٨ کال کې د ون چيوان ولسوالۍ د زلزلې له پېښېدو وروسته د مجارستان حکومت څو څو ځله خپل هېواد ته د سفر لپاره ناورين ځپلو ماشومانو ته بلنه ورکړه. روان کال د شانګهای د نړيوال نندارتون په موده کې مجارستان هم د يو شو ولسوالۍ د زلزلې ناورين ځپلو سيمو زده کوونکو ته بلنه ورکړه چې له نړيوال نندارتون څخه ليدنه او د مجارستان د نندارتون د دولتي ورځ په فعاليت کې ګډون وکړ. د مجارستان د ملي شورا سکريتر سوکس ګيزا وويل: 

مجارستان هيله لري چې شانګهای ته د سفر له لارې د ناورينونو له امله د دغو ماشومانو په زړونو کې رسول شوي زيانونه به کم شي. دوی به دغې بدې ورځې هير شي. دغه راز هيله لرو چې دغه ماشومان به د مجارستان ياد شي.

د شانګهای په نړيوال نند ارتون کې د چين د حکومت د عمومي استازي مرستيال شو ځو شو د مجارستان د دغه عمل لوړه ستاينه وکړه. هغه وويل، چې د ناورين ځپلو ماشومانو ته له پاملرنې څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي اړيکې څرګندېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای