CRI Online

لا زيات وګړي به له نړيوال نندارتون څخه ډيموکراټيکه کوريا وپيژني.

cri     (GMT+08:00) 2010-09-20 13:50:16

د سپتمبر شپږمه نېټه د شانګهای نړيوال نندارتون په اړه د ډيموکراټيکې کوريا د دولتي نندارتون ورځ وه. نو څو ورځې مخکې د چين د نړيوالې راډيو خبريال په چين کې د دغه هېواد له لوی سفير چوي بيونګ کوان سره مرکه وکړه چې تازه په تېر اپريل کې وټاکل شو. ښاغلي چوي د مرکې په پيل کې د شانګهای د نړيوال نندارتون د برياليتوب له امله چين ته مبارکي وويله. هغه وويل، چې د ډيموکراټيکې کوريا خلک به له چينايانو سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوديزې دوستۍ د ټينګېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

د ٢٠٠٧ کال په جولای کې د ډيموکراټيکې کوريا حکومت په شانګهای نړيوال نندارتون کې د ګډون پريکړه وکړه او د دولتي نندارتون مضمون يې د دا تونګ سيند د کولتور پر بنسټ سمسور پينګ يونګ دی. دا لومړی ځل دی چې دغه هېواد په نړيوال نندارتون کې برخه اخلي. په چين کې د نړيوال نندارتون د جوړونې په اړه ښاغلي چوی خپله مبارکي وويله. ده وويل

زموږ هېواد د چين د ښه ګاونډي هېواد په توګه د شانګهای د نړيوال نندارتون د برياليتوب له امله خوښی څرګندوي. دا د لومړی ځل لپاره چې په چين او پرمختيايي هېوادونو کې نړيوال نندارتون جوړېږي، نو ارزښت او اهميت يې ډېر دی. نو له دې امله د ډيموکراټيکې کوريا د لوړ پوړی ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر کين يونګ نان د دغه نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی دی. باور لرم چې شانګهای نړيوال نندارتون به د نړيوالې سولې او پرمختګ د پياوړتيا، د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ د ټينګېدو او د ښاري کولتورونو د سمسورتيا لپاره مهم رول ولوبوي.

د ډيموکراتيکې کوريا نندارتون د شانګهای د نړيوال نندارتون د مرکز په ای برخه کې پروت دی او پراخوالی يې يو زر مربع متره دی. دغه نندارتون د اوسني پينګ يونګ، د باغ په شان ښار، لرغونی ښار او د ډيموکراټيکې کوريا د خلکو د نيکمرغه ژوند په عنوان له څلورو برخو څخه عبارت دی. سفير چوي په دې اړه وويل

دغه نندارتون د پينګ يونګ ښکلې منظرې، د خلکو نيکمرغه ژوند، د روښانه کولتور او د خپل هېواد د ابادولو په بهېر کې تر لاسه شوي برياليتوبونه ښکاروي. د دغه نندارتون د مشر له قوله، هره ورځ زرګونه تنه نندارچيان زموږ نندارتون ګوري. باور لرم چې دغه ګرځنديان به د ډيموکراټيکې کوريا په اړه زيات معلومات تر لاسه کولای شي.

ډيموکراتيکه کوريا په هغو هېوادونو کې يو دی چې تر ټولو مخکی له چين سره رسمي اړيکې ټينګې کړې. د ٢٠٠٩ کال د جنوری په لومړی نېټه د چين د دولت رئيس هو جين تاو او د ډيموکراټيکې کوريا جګ پوړی مشر کيم جونګ يونګ يو بل ته د مبارکۍ پيغامونو په ورکولو سره اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ کال په نامه فعاليت پيل کړی. له دې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيز تګ راتګ نوې مرحلې ته رسيدلی دی. ښاغلي چوي وويل،

د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي د پخوانيو مشرانو د ګډو کوښښونو له لارې ټينګه له کلونو کلونو راهيسې، ښاتل شوې ده چې له زياتو ازموينو څخه بريالۍ وتلې ده او د دواړو هېوادونو د خلکو په زړونو کې پاتې ده. تېر کال د ياد شوي فعاليت له لارې نړۍ ته د دواړو هېوادونو ترمنځ ثابته او دايمي دوستي څرګنده شوې ده. اوس دواړه هېوادونه په سياسي، اقتصادي او سوداګريزو او کولتوري برخو کې پراخې تبادلې او همکاري کوي.

د روان کال راهيسې، د ډيموکراتيکې کوريا لوړ پوړې مشر کيم جونګ يونګ په جلا جلا توګه په می او اګيست کې چين ته غيررسمي سفرونه وکړل. سفير چوي د دغو دوو سفرونو د يادونې په وخت کې وويل

د ډيموکراټيکې کوريا ستر مشر کيم جونګ يونګ د روان کال په می او اګيست کې دوه ځله له چين څخه ليدنې وکړې. دغه دوه سفرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د ټينګېد ولپاره ژور او مهم اهميت لري. د ډيموکراټيکې کوريا خلک غواړي د چين له خلکو سره يو ځای د خپلمنځيو اړيکيو د ټينګېدو او په هره ساحه کې د همکارۍ د پياوړتيا لپاره زيارونه وباسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای