CRI Online

د ښار پرمختګ دې د ايکولوژيکي انډول پر بنسټ وي.

cri     (GMT+08:00) 2010-09-27 15:49:29

هيله ده چې تاسی به د دې پروګرام تر پايه پورې راسره پاتی شئ. د سپتمبر ديارلسمه نېټه د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه د مغولستان دولتي نندارتون ورځ وه. د دغې ورځې د هر کلي لپاره د مغولستان کارکوونکو خپل ټول نندارتون بيا ښکلی کړی دی. زموږ خبريال دغې ورځې مخکې د دغه نندارتون له مشر ګانبولد سره يوه مرکه وکړه او ورپسی به تاسو ته په دې اړه لنډ مالومات وړاندې کړم.

د مغولستان نندارتون د شانګهای نړيوال نندارتون د مرکز په ای برخه کې پروت دی او پراخوالی يې دری سوه او څليرويشت مربع متره دی چې د چين د حکومت تر مرستې لاندې جوړ شو. د دغه نندارتون سرليک دښت او ښار دی. مشر ګانبولد څرګنده کړه چې مغولستان د چين د ګاونډی هېواد په توګه تل له چين څخه ملاتړ کوي چې د ٢٠١٠ کال لپاره د شانګهای نړيوال نندارتون جوړېږي. دا د مغولستان او چين لپاره ډېر ګټور کار دی. ده وويل

د دښت او ښار په اړه سرليک د شانګهای د نړيوال نندارتون له عمومي موضوع سره يو شان دی. د مغولستان د خاورو پراخوالی زيات دی، د دې ترڅنګ په تېرو څو کلونو کې زموږ د هېواد په جنوب دښت کې زيات ستراتيژيکی لوی کانونه استخراج شوي دي چې د نړۍ د پاملرنې وړ دي. د دغو کانونو د استخراج سره سم، عصری ښارونه به په دغو ځايونو کې اباد شي. خو په دښت کې د ايکولوژيکي چاپيريال نازک دی. نو د ښارونو د جوړونې او طرحې په بهېر کې بايد چاپيريال ساتنې ته لا زياته پاملرنه ورشي. د ښارونو پرمختګ دې د ايکولوژيکی انډول پر بنسټ وي.

که څه هم د مغولستان نندارتون پيمانه لويه نه ده، خو د خپلو ځانګړتياوو له امله زيات نړيوال ګرځنديان راجلبوي. مشر ګانبولد وويل چې د تېر می له لومړی نيټې راپدېخوا، هره ورځ زيات سيلانيان د مغولستان له نندارتون څخه ليدنه کوي. ده وويل

هره ورځ په منځنی توګه لس او يا پنځلس زره تنه سيلانيان به زموږ نندارتون ګوري چې له دې جملې څخه څه باندې شل تنه وګړي له مغولستان څخه راغلي دي. د مغولستان له دښت څخه د دايناسور هډوکيو او هګيو فسيلونه د سيلانيانو د ډېر علاقې وړ دی. بر سېره پردې د مغولي قوم د ځانګړو سازونو د غږولو او سندره ويلو ننداره هم د ګرځنديانو سترګې راجلبوي. زموږ دوديزه هنري ډله هره ورځ د پنځو ځلو لپاره ننداره کوي.

د شانګهای د نړيوال نندارتون په موده کې مغولستان د يو لړ فعاليتونو د جوړولو له لارې په سياسي، اقتصادي، کولتوري او دوديزو برخو کې خپلې ځانګړتياوې نندارچيانو ته معرفی کوي. د افتتاحيه او اختتافيه مراسمو په پرته د مغولستان د دولتي نندارتون د ورځ په اړه فعاليت ډېر مهم و چې د سپتمبر په ديارلسمه نېټه تر سره شوي. ښاغلي دانبولد وويل، 

په همدې ورځ د مغولستان د بهرنيو چارو وزير زاندانشاتار په مشرۍ د اتيا غړيو لخوا جوړ شوي هئيت په دغه مراسمو کې ګډون وکړ. اړونده فعاليتونه د مغولستان د هنري ډلو له نندارو، خبري ناستې، د پانګه اچولو له نندارتون څخه عبارت دی. مغولستان هيله لري چې د چين بېلا بېلې خبري رسنۍ به دغو فعاليتونو ته پاملرنه وکړي چې چينايان د مغولستان په اړه لا زيات مالومات تر لاسه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي به ټينګه شي.

ښاغلي ګانبولد وويل، چې د شانګهای نړيوال نندارتون نه يوازی نړۍ ته د مغولستان د ورپيژندلو په اړه يوه ډېره ښه صحنه، بلکې په هره ساحه کې د چين او مغولستان ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ښه فرصت هم دی. د شانګهای نړيوال نندارتون له برياليتوب څخه د يو لوی هېواد په توګه د چين غوره بڼه او کړنې څرګندې شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای