د اکتوبر د اتمې نېټې تر نهو بجو پورې د شانګهای نړيوال نندارتون د نندارچيانو عمومي شمېر له شپېتو مليونو تنو څخه اوښتی دی.
په همدې ورځ د شانګهای د نړيوال نندارتون د پيل يو سل او يو شپېتمه ورځ ده چې پای ته رسيدو ته يې يوازې درويشت ورځې پاتې دي. د دغه نندارتون تشکيلاتی څانګې وويل، د نړيوالو نندارتونو د تيرو تجربو او د شانګهای د سيلانۍ بازر د اصولو سره سم ښايي په وروستۍ مرحله کې لا هم زيات سيلانيان ولري، نو سيلانيان بايد ژر د شانګهای د نړيوال نندارتون په پاتې ورځو کې سيل وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |