CRI Online

د سي چوان ناورين ځپلو ماشومانو د برازيل په نندارتون کې د کارتونی تصويرونو له لارې خپله خوښی څرګنده کړې.

cri     (GMT+08:00) 2010-10-11 18:01:28

 يوولس کلنه نجلۍ يانګ هاو شياو چې د سه چوان ولايت له يا ان ښار څخه راغلې، د پنځمې ټولګي زده کوونکې ده. د روان کال د سپتمبر په اوومه نېټه له نورو اته ويشتو ملګرو سره يې د شانګهای نړيوال نندارتون په اړه د برازيل په نندارتون کې د برازيل ر له مشهور کارتوني انځورګر ماوريسيو دي سوسا څخه زده کړه وکړه او له نژدې يې د دغه انځورګر تصويرونه وکتل.

هغه ښوونځی چې پخوا يانګ هاو شياو په کې زده کړه کوله، په ٢٠٠٨ کال کې د ون چوان ولسوالۍ د سختې زلزلې له امله سخت ويجاړ شو. د خوږو اوبو درې په نامه د برازيل يو شرکت د دغه ښوونځي په شمول د دريو لومړيو ښوونځيو د بيارغونې لپاره څلور لکه امريکايي ډالره پانګه اچولې دي چې دغه درې ښوونځي په جلا جلا توګه د سه چوان ولايت په يا ان، ګوانګ يوان او ليانګ شان ښارونو کې پراته دي. په همدې ورځ د يادو شويو دريو ښوونځيو د ښوونکو او زده کوونکو استازيو په خوشحالۍ سره د برازيل له نندارتون څخه ليدنه وکړه او له ماوريسيو سره د تصوير انځورولو په نامه فعاليت کې يې ګډون درلود.

د سه چوان ولايت د ګوانګ يوان ښار په وين څون علاقه دارۍ کې د خواږو اوبو درې د هيلې په نامه د ښوونځي يو استاذ د برازيل له اړوندو خواوو څخه مننه څرګنده وکړه او ويې ويل،

لومړی، مننه کوو چې نوموړی شرکت زموږ ښوونځي ته زياتو تعليمي سامان الات راکړي او د نوې تحصيلی ودانۍ يې جوړه کړېده. بر سېره پردې، دوی زموږ ښوونځي ته يې بستې او جامې هم وړاندې کړي دي. دغه راز دوی د سفر زياتې پيسې هم لګولي دي. نو ډېر خوشحاله يو او ورڅخه صميمانه مننه کوم.

د ياد شوي فعاليت په ځای کې ماشومانو له انځورګر ماوريسيو څخه د کارتوني تصوير د انځورولو مهارت زده کړ. د دې ترڅنګ ښاغلي ماوريسيو نه يوازي له ماشومانو سره يو ځای د ده لخوا جوړ شوي کارټونی فلم وکوت، بلکې زده کوونکو ته يې د کارتونی کتابونه او د لوبې سامانونه ورکړل. په عين وخت کې ماشومانو د سوغات په توګه ښاغلي ماوريسيو ته هغه ورېښمينه پارچه ورکړه چې ورباندې د پنداګانو انځور ګلاوزی شوی دی.

د معلوماتو له مخې، ښاغلي ماوريسيو د کارتونی تصوير د انځورولو، د کارټونی فلم جوړولو او د فلم اخيستلو په برخو کې يو ډېر مشهور او غوره کارپوه دی چې د ده په مشرۍ د هنرمندانو د کاري ډلو شمېر له يو سل او پنځوسو تنو څخه زيات دی او کاري ساحه يې له نشراتي چارو، کارتون، باغدارۍ او ويبپاڼو سره اړه لري. په نړۍ کې د ده لخوا ليک شوي يو مليارډ کتابونه پلورل شوي او په پنځوسو ژبو ژباړل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې يانګ هاو شياو شانګهای ته سفر کوي او له نړيوال نندارتون څخه ليدنه کوي. نو هغې د های باو په نامه د شانګهای د نړيوال نندارتون د نيکمرغه نښې په اړه يو تصوير انځور کړ. هغې د ښاغلي ماوريسيو د يادونې په وخت کې وويل،

دغه کاکا ډېر نيک خويه او مهربانه دی.

که څه هم ښاغلي ماوريسيو يوازی له ماشومانو سره نيمه ورځ تېروله ، خو له دغو چيني ماشومانو سره د ده مينه ډېره زياته شوې ده. د ده په اند، که څه هم زلزلې د دغو ماشومانو زړونو ته زيان رسولې، خو دوی ژر له غمونو څخه ځان وژغورل شول چې د کارتوني تصوير انځورول د دوی دردونه ليري کولای شي. ده وويل، 

ماشومان کولای شي چې ژر له غمونو څخه ځان وژغورل. اوس دوی له خوشحاليو څخه ډک ژوندته تمه لري. په دې وخت کې کارتوني تصويرونه دوی ته خوښی رسولی شي او د غمونو د ليری کولول پاره د دوی سره مرسته کولای شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای