CRI Online

البانيا غواړي په شانګهای نړيوال نندارتون کې خپلې توريستي چارې پياوړې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2010-10-19 14:07:23

د البانيا ولسمشر بامير توپي چې له شانګهای نړيوال نندارتون څخه د ليدنې کتنې لپاره چين ته رسېدلی، د اکتوبر په دوهمه نېټه په هوټل کې د چين د نړيوال راډيو له خبريال سره مرکه وکړه. هغه د مرکې په ترڅ کې له شانګهای نړيوال نندارتون څخه د ليدنې کتنې په اړه خپل خاطرات او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د ټينګېدو په اړه خپل نظرونه څرګند کړل. ولسمشر توپي هيله لري چې البانيا د شانګهای نړيوال نندارتون له لارې چيني او نړيوالو نندارچيانو ته خپلې توريستي سرچينې معرفی کړي.

دا لومړی ځل دی چې البانيا په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي، نو ولسمشر توپي خوښی څرګنده کړه چې په دغه نندارتون کې نړۍ ته د خپل هېواد په زړه پوړی طبيعی منظرې ښکاره شي. هغه هيله لري چې لا زيات وګړي له چټک پرمختيايي او ورخلاصي البانيا سره علاقه او مينه ولري او خپل هېواد ته سفر وکړی او په کې پانګه واچوي. ولسمشر توپي وويل،

د خوښۍ وړ ځای دا دی چې البانيا په شانګهای نړيوال نندارتون کې ګډون کوي چې پيمانه يې تر ټولو ډېره لويه ده. په دغه نندارتون کې د خپل هېواد حياتی قوه او غني توريستي سرچينې څرګنديدای شي او زيات سيلانيان او پانګه اچوونکی جلبيدای.

ولسمشر توپي څرګنده کړه چې د شانګهای نړيوال نندارتون د البانيا او چين ترمنځ د تګ راتګ او راکړی ورکړی لپاره ښه زمينه برابره کړې ده. البانيا په خلاصه بڼه له بېلا بېلو هېوادونو سره ښې اړيکې ټينګوي او په تېره بيا له چين سره خپلې دوديزې دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري.

ولسمشر توپي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د يادونې په وخت کې وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ورځ په ورځ نژدی کېږي او په هره ساحه کې همکاری ثمرلونکې ده. باور لري چې د بېلا بېلو ساحو د شخصيتونو د ګډو کوښښونو له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا نژدې شي. ده وويل، 

زما په اند، د البانيا او چين ترمنځ اړيکې نوي مرحلې ته رسېدلې دي. اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ډېرې نژدې دي او لا ښه همکاري به وشي.

ولسمشر توپي وويل، چې په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړ پوړی تګ راتګ زيات و او د سياسي اړيکيو ښه والی د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پياوړې کړې دي.

ټولو ته معلومه ده چې اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو يوه مهمه برخه ده. اوس البانيا او چين د مخابراتو او انرژۍ په برخو کې موثرې همکاري کړې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د راتلونکي د يادونې په وخت کې ولسمشر توپي وويل،

باور لرم چې د دواړو هېوادونو پانګه اچوونکي به يو د بل سره لا زياته علاقه وکړي او دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍد پياوړتيا سبب وګرزي.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې د شانګهای د نړيوال نندارتون له امله به لا زيات چينايان په البانيا کې پانګه واچوي او دواړه هېوادونه به د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره اړوند قوانين جوړ کړي او مؤثر تدبيرونه ونيسي چې د دواړو هېوادونو خلک به ورڅخه لا زياته ګټه واخلي. ده وويل

هيله لرم چې چين به د کانونو، انرژۍ، اساسي تاسيساتواو مخابراتو په برخو کې له البانيا سره لا ښه همکاري وکړي.

ولسمشر توپي د مرکې په پای کې وويل، چې د چينايانو د کوښښونو له لارې چين د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د چين پرمختګ البانيا او البانيايي سوداګرانو ته ښه فرصتونه ورکوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای