CRI Online

د تايلنډ نندارتون ولی د سيلانيانو د علاقې وړ دی.

cri     (GMT+08:00) 2010-10-25 18:46:34

محترمو دوستانو، هغه سندره چې تاسی واوريده، د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د تايلنډ د ملي نندارتون په اړه سرود دی. د تازه شمېرنې سره سم، په تېرو څلورو مياشتو کې څه باندې څلور مليونه او څلور لکه تنو نندارچيانو له دغه نندارتون څخه ليدنه کړې ده چې دغه شمېر د شانګهای د نړيوال نندارتون په دوه سوه او شپيتو نندارتونونو کې اووم مقام نيسي. ښايي چې تاسی دا پوښتنه ولرئ چې ولی د تايلنډ نندارتون دومره زيات نندارچيان راجلب کړي دي؟ نو په نننۍ کړۍ کې به د تايلنډ د ملي نندارتون مشرې اغلې کاندا واجرابهايا به دغه سوال ځواب ورکړي.

د تايلنډ مشرې او د نړيوال نندارتون په اړه د تايلنډ د ټولنيز پرمختګ او د بشری امنيت د وزارت مرستيالې اغلې کاندا واجرابهايا خبريال ته وويل، چې د زياتو نندارچيانو د راجلبولو عمده لامل دا دی چې دغه نندارتون د شانګهای د نړيوال نندارتون په ازمويښتی خلاصون کې ګډون کړی دي. دې وويل، 

د شانګهای د نړيوال نندارتون د ازمويښتی خلاصون په لومړۍ اوونۍ کې هره ورځ په منځنی توګه پنځه لکه تنو نندارچيانو زموږ له نندارتون څخه ليدنه کتنه وکړه. په دې بهېر کې زياتې مسئلې او نيمګړتياوې پيدا شوې دي او په وخت مو تعديل او تنظيم يي کړي دي. مهم ځای دا دی چې د ازمويښتی خلاصون په اوونۍ کې زموږ نندارتون تر نورو نندارتونونو مخکې د نندارچيانو پاملرنې راجلب کړې دي. ورپسی، د تايلنډ نندارتون د انټرنيټ کارونکو د بحثونو مرکز ګرځېدلی دی. نو له دې نه وروسته لا زيات نندارچيان غواړم زموږ له نندارتون څخه د ليدنې کتنې لپاره د راغلو نندارچيانو شمېر ورځ په ورځ زيات شوی دی.

اغلې کاندا وويل، د نندارچيانو له غبرګونونو څخه څرګندېږي چې د تايلنډ په نندارتون کې بشپړ خدمتونه تر ټولو د نندارچيانو د خوښۍ وړ ځای دی. دې وويل

موږ د زړو کسانو، ماشومانو، حامله ښځو او معيوبينو لپاره ځانګړی لاره چمتو کړې ده. ځکه چې د نندارچيانو شمېر زيات دی، نو د نوبت نيولو وخت ډېر اوږد دی. په دې وخت کې به زموږ داوطلبان په ابتکاری توګه د نوبت نيوونکو سره سلامونه او خبرې کړې او د تايلنډي ژبې ساده جملې يې ورزده کړه کړې. د شمېرنې سره سم، زموږ د کارکوونکو او نندارچيانو ترمنځ اړيکې تر ټولو ډېرې نژدې دي.

له عامو نندارچيانو پرته، د تايلنډ ملي نندارتون هم د لوړ پوړيو مېلمنو د ستاينې وړ دی. د م م استازيو، د ختيځ تيمور ولسمشر، د سينګاپور ولسمشر او د تونګا شهزادګۍ په جلا جلا توګه له دغه نندارتون څخه ليدنه کتنه کړې ده. اغلې کاندا وويل،

لږه موده مخکې، د سينګاپور ولسمشر زموږ له نندارتون څخه کتنه وکړه. هغه وويل، چې له دې نه مخکې مې اوريدلی چې د تايلنډ ملي نندارتون ډېر ښه دی، اوس پخپلو سترګو له ليدنې کتنې وروسته دغه خبره تائېده شوه. دغه نندارتون په يو لړ په زړه پوری فعاليتونو کې په مناسبه او چابکه توګه د تايلنډ د ځانګړتياوو او د ژوند د پر له پسی پرمختګ لارې چارې نندارچيانو ته څرګندې کړې دي.

اغلی کاندا وويل، چې د تايلنډ نندارتون برياليتوب د چين د انتظامي خواوو له ملاتړ او مرستو سره نژدی اړيکې لري. دې وويل

زموږ د نندارتون ځای له ټاکنې څخه تر اوسه دوه کاله تېر شوي او په دې موده کې ، د چين انتظامي خواوې تل راسره مرسته کوي. دوی همېشه ځانګړې غونډې د نظريو تبادلې لپاره جوړوي. نو پوهېږو چې يوازی د دوی له غوښتنو او وړانديزونو سره سم کار وکړو، برياليتوب به تر سره کړو.

د مرکې په پای کې اغلی کاندا خبريال ته وويل، چې د تايلنډ نندارتون د روانېدو په بهېر کې يو شمېر مسئلې هم رامنځته شوی دی. خو دوی د انتظامي خواوو په مرستو سره ياد شوي مسئلې ژرحل کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای