CRI Online

د 2010 کال د شانګهای نړېوال نندارتون پيمانه بی ساری ده

cri     (GMT+08:00) 2010-10-30 19:21:16

د اکتوبر 30 نېټه د نړېوال نندارتون ادارې ځانګړې ورځ ده او د دغه سازمان رئيس لافون وويل چې د 2010 کال د شانګهای نړېوال نندارتون پيمانه بی ساری ده چې دغه فعاليت ته د نړۍ پاملرنه پياوړې شوې ده.

تر اوسه پوری 72 مليونو تنو وګړو له دغه نندارتون څخه ليدنه وکړه. د ګډون کوونکو هېوادونو او سازمانونو شمير هم نوی ريکارډ ټينګ کړی دی.

د ياد شوي سازمان سرمنشي لوس سير تاليس په همدې ورځ وويل چې شانګهای نړېوال نندارتون دغه فعاليت ته نوی انژری رسولی اوپه راتلونکي کې د دغه فعاليت د نورهم پراختيا لپاره تخمونه کېښودلي چې هرومرو په راتلونکو نړېوالو نندارتونونو کې جګې ونې وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای