CRI Online

د شانګهای نړېوال نندارتون عالي فورم ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2010-10-31 10:56:26

د ٢٠١٠ کال شانګهای نړېوال نندارتون عالي فورم د روانې مياشتې د ٣١ نېټې په سهار ترسره شو. د چين صدراعظم ون جياباو د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ او وينا يی وکړه.

ون جياباو وويل چې د شانګهای نړېوال نندارتون تردې عنوان لاندی چې ښار ژوند نورهم ښه کوي، يو بريالی په زړه پوری ستر فعاليت دی.

هغه زياته کړه چې د دغه نندارتون له جوړولو وروسته چين د اصلاحاتو او ورخلاصون باور او اراده پياوړې کړې ده. چين به په ټينګ سره د نړۍ له نورو هېوادونو سره همکاري پياوړې کړي او يو له بل سره د پرمختګ تجربې شريک کړي.

د م م سرمنشي بان کي مون او د نړېوال نندارتون ادارې سرمنشي هم په دغو مراسمو کې ګډون او ويناوې يی وکړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای