د چين د دولتی شورا غړي دای بينګ ګو د اکتوبر په ٣٠مه نېټه د های نان ولايت په شان يا ښار کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې هيلاری کلينتن سره غير رسمی کتنه وکړه. دواړو خواوو د چين او امريکا د اړيکيو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه.
دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د رسيدلو ګډو نظريو د عملی کولو چارو ته دوام ورکړي، خپلمنځۍ خبرې اترې پياوړې کړي، يو بل ته باور زيات کړي او خپلمنځۍ همکارۍ ټينګې کړي، يو بل ته د درناوي پر بنسټ په مساوی ډول توپيرونه او حساسې مسئلې حل کړي او په ګډه په يوويشتمې پيړۍ کې د فعالې همکارۍ اړيکې جوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |