CRI Online

د شانګهای د نړيوال نندارتون عالی فورم پای ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2010-10-31 19:38:02

د ٢٠١٠ کال د شانګهای د نړيوال نندارتون عالی فورم د اکتوبر په ٣١مه نېټه پای ته ورسيد چې په کې د ښاری پرمختيا د مسئلی په هکله بحثونه شوي او د شانګهای اعلاميه خپره شوه.

د چين صدراعظم وين جيا باو د خپلې وينا په ترڅ کې وويل د نړيوال نندارتون برياليتوب د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون باور او هوډ ټينګ کړی دی. هغه له ټولو څخه غوښتنه وکړه چې د ښارونو د هوسا پرمختيا لپاره ګډې هڅې وکړي.

د م م سرمنشی بان کی مون په فورم کې وويل د شانګهای نړيوال نندارتون نړۍ ته هيلې رسولې چې انسانان به د ښاري کيدو په زمانه کې له ننوګو سره د مقابلې باور ومومي. هغه د نړيوال نندارتون په موده کې د چين د حکومت د تنظيمولو د توان لوړه ستاينه وکړه.

د شانګهای اعلاميه د نړيوال نندارتون له برياليتوبونو څخه څرګندېږي چې د دواملرونکې پرمختيا په مرکزيت د چاپيريال، ساينس او تخنيکونو، د مالوماتو کيدو، کلتور، د هستوګنځايونو أبادی او د ښارونو او کليو پرمختيا له لحاظه د ښارونو مسئلو د حلولو لارو چارو ته پاملرنه وشوه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای