د ايرلين صدراعظم بريان کوين د روانې مياشتې د ٢٨ مې نېټې په شپه په دوبلين کې وويل، د ايرلند حکومت به د ٨٥ مليارډو يورو په ارزښت د پولي مرستې په اړه هغه يوجامع پلان ومني چې د اروپايي ټولنې ، د نړيوال وجهی صندوق ، بريټانيا، سويدن او ډنمارک لخوا برابريږي.
صدراعظم بريان کوين د همدې ورځې په شپه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د نوموړي پلان له مخې ٣٥ مليارډه يورو به د ايرلند له بانکونو سره د مرستې لپاره ، نور ٥٠ مليارډه يورو به د ايرلند د حکومت د ماليې اړتيا د پوره کيدو لپاره ولګول شي. هغه زياته وکړه چې ايرلند به د مستعمري صندوق او نورو مالي سرچينو څخه ١٧ مليارډه او ٥٠٠ مليونه يورو راغونډ کړي په دې معنا چې دغه هېواد ته بهرنی پولي مرسته به ٦٧ مليارډو ٥٠٠ مليونو يورو ته کمه شي.
زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |