CRI Online

پر یوه افغان خبریال تیزاب شیندل شوي

cri     (GMT+08:00) 2011-01-19 20:13:34
افغان حکومت امنيتي چارواکو ته امر کړی چې په سملاسي ډول دې هغه کس ونيسي چې د افغان خبريال عبدالرزاق مامون پر مخ يې تېزاب شيندلي دي.

افغان پوليس وايي پرښاغلي مامون د تېزابو بريد کوونکی په تېښته بريالی شوی خو دوی يې لټون پيل کړی دی، پر نوموړي تيرماښام د کابل په نهمه ناحيه خپل کور ته نژدې بريد وشو.

په تېرو شاوخوا نهو کلونو کې په افغانستان کې پر يو شمير خبريالانو ډول-ډول بريدونه شوي خو د خبريال عبدالرزاق مامون پر مخ د تېزابو شيندل د خپل ډول تر ټولو تازه او نوې پېښه ده.

د کابل ښار پولېس وايي يوه ناپېژانده سړي تېر ماښام د دغه ښار په نهمه ناحيه کې د د دويمو مکروريانو په سېمه کې د افغان خبريال عبدالرزاق مامون پرمخ هغه مهال تيزاب وشيندل چې خپل کورته په پوړيو خاته،بريد کوونکی په تېښته بريالی شوی.

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانګزي بي بي سي ته وويل پر ښاغلي مامون د دغه بريد اصلي انګېزه لا معلومه نه ده خو دوی يې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

غږ

په همدې حال کې يوې حکومتې سرچېنې بي بي سي ته وويل، افغان ولسمشر حامد کرزي له ښاغلي مامون سره په ټيليفون کې له خبرو وروسته د دغه بريد د پلټنو امر کړی دی.

اخواد اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه تيزابي بريد ټکان ورکوونکی بللی دی.

د دغه وزارت مرستيال مبارز راشدي وايي دا ډول بريدونه د افغان خبريالانوپر کار او ژوند ناوړه اغيز کولی شي.

نوموړی د کابل څلور سوه بسترېز روغتون ته د ښاغلي مامون ليدو ته ورغلی و:

''زه په خپله روغتون ته ولاړم او له ښاغلي مامون سره مې خبرې وکړې. دا چې د هغه په سترګو عينې وې نو له نېکمرغه يې سترګو ته زيان نه دی رسېدلی. هغه ۴۰۰ بستريز روغتون ته لېږدول شوی، د هغه مخ سوځېدلی خو معالج ډاکټر يې ډاډ راکړ چې ډېر د انديښنې وړ نه دی.''

عبدالرزاق مامون د افغان خبريالانو په منځ کې يوه پېژندل شوې څېره ده چې وړاندې يې له بي بي سي، ازادۍ راډيو او يوه سيمه یيز تلويزون سره دندې ترسره کړي دي.

ښاغلی مامون په خپلو ليکنو او تبصرو کې پر ايران او پاکستان په پراخه توګه نيوکه کوي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

نوموړي په دې وروستيو کې په درې ژبه ليکل شوي خپل يو کتاب کې پر ايران تور لګولی چې د پخوانۍ شمالي ټلوالي د قومندان احمدشاه مسعود په وژلو کې لاس لري او دا چې د افغانستان د بي ثباته کولو هڅې کوي.

تر بريد وروسته ښاغلي مامون يوه سيمه ييز خصوصي تلويزوني چينل سره په خبرو کې وويل، پر ده د دغه بريد ترشا هم د ايران لاس دی، خو ايراني چارواکو د نوموړي د دغه تور په تړاو لا څه نه دي ويلي.

-----BBC

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای