د چين د خلکو لوی تالار
د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس څلورمه غونډه او د يوولسمې دورې ولسي سياسي مشورتي کنفرانس څلورمه غونډه به ژر پرانيستل شي، د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې د جي لين ولايت غړي لومړی د مارچ په لومړۍ نېټه سهار بېجينګ ته رسيدلي دي.
دوي له اورګاډۍ څخه د کښته کېدو وروسته خبريالانو ته وويل، دوی په لاره کې د خپلو وړانديزونو په اړه بحث وکړ چې د طبي نظام د اصلاحاتو او ښوونې په ګډون د خلکو د ژوند اړتياوړ مسئلې د دوي د توجه وړ دي.
د معلوماتو له مخې، د ګوانګ شي، جيانګ سو، چينګ های په ګډون د دوو ملي مجلسونو استازي به په همدې ورځ په پر له پسې ډول بېجينګ ته ورسيږي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |